ایتلافي ځواکونه د امریکایي ځواکونو سره یوځاې په کال ۲۰۰۱ کې د باګرام هوایي ډګر ته راغلل. هغه اډه چې له طالبانو او نورو ډلو خلاف په جګړه کې د ادارې اصلي مرکز وو او د جمعې په ورځ (۱۱ چنګاښ) د افغانستان حکومت ته بیرته تسلیم شو.
د باګرام اډه - د امریکایانو له راتګ څخه نیولې تر وتلو پورې
۱
د باګرام اډې ته د یو نظامي عملیاتو وروسته د امریکایي سرتیرو ستنیدل، ۲۰۰۲
۲
د امریکا پخواني ولسمشر جورج بش، په کال ۲۰۰۶ کې له خپلې میرمنې لورا بش سره یوځای د باګرام له هوایي اډې څخه لیدنه وکړه.
۳
په کال ۲۰۱۰ کې د امریکا پخوانيولسمشر باراک اوباما د باګرام له هوایي ډګر څخه لیدنه وکړه
۴
د باګرام اډه په کال ۱۹۸۰ کې د شوروي اتحاد له خوا جوړه شوه چې وروسته د امریکا ا و ناټو ځواکونو لپاره تر ټولو مهم تاسیساتو څخه ګڼل کیده