د ۲۰۲۰ کال د المپیک سیالۍ د یو کال ځنډ وروسته د ۲۰۲۱ کال د جولای د میاشتې په ۲۳ (زمري۱) د جاپان په پایتخت ټوکیو کې پیل شوې. ټاکل شوې پدې لوبو کې ۳۳ ډوله سیالۍ وشي.
۲۰۲۰ المپیک په تصویرونو کې

۱
د سږ کال د سیالیو د پیل په مراسمو کې فرازد منصوري او کیمیا یوسفي د افغانستان ملي بیرغ لیږداوه.

۲
د جاپان په ملي لوبغالي کې د سیالیو د پیل د مراسمو پر وخت اور لوبې وشوې.

۳
د سږ کال سیالۍ د کرونا د وبا له کبله یو کال وځنډیدې او دا ځل به هم په لوبغالي کې دننه نندارچیان نه وي.

۴
د سږ کال په سیالیو کې کډوالو په استازیتوب هم یو شمیر لوبغاړو برخه اخیستې.