د دې اوونۍ په غوره انځورنو کې په جاپان کې د اور وژنې دودیز تمرینات، د هرات په ولایت کې د طالبانو په امر د نانځکو سر پرې کوونه او هغه کمکي افغان ماشوم انځورونه وینئ چې د کابل په هوایي ډګر کې د کورنۍ څخه بې درکه شوی و.
د اوونۍ غوره انځورونه

۱
د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د سرینګر په ښار کې د واورو یوه برخه.

۲
د اوکراین پایتخت کیف کیف کې د ارتدوکس مسیحانو مذهبي مراسم

۳
افغان ماشوم سهیل احمدي چې د کابل په هوایي ډګر کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو لخوا د تخلیې په بهیر کې ورک شوی و، په کابل کې خپل نیکه ته وسپارل شو.

۴
د پیښور په ښار کې یو ماشوم روزمره کار کوي.