روسیې د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې نیټې (کب۵) په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ چې د دویم نړیوال جنګ راهیسې په اروپا کې د یو هیواد لخوا په بل هیواد تر ټولو ستره حمله ده. د دې اوونۍ په غوره انځورونو کې په اوکراین کې د جګړې پر وخت د خلکو وضعیت وینئ.
د اوونۍ غوره انځورونه
۹
د روسیې د یرغل پر وخت د اوکراین یو شمیر اوسیدونکو د خپلو ځانونو د خوندیتوب لپاره په بیلا بیلو ځایونو کې پنا اخیستې.
۱۰
د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې خلکو په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد مظاهرې کړي.
۱۱
په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا ندي ورکړل شوي خو د اوکراین جمهور رئیس وویل چې د جمعې تر ورځې د روسیې په بریدونو کې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۳۱۷ ټپي شوي.
۱۲
جمهور رئیس ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو د اعلان پر وخت خبردرای ورکړی و که هر څوک د اوکراین د دفاع لپاره د روسیې سره مقابل کیدل غواړي، د روسیې د بشپړ ځواک سره به مخ شي