د لاس رسي وړ اتصالات

په پولنډ کې چپي ګوندونه وايي د افغانستان نه دې پولنډي پوځيان راوایستل شي


نن د چهارشنبې په ورځ په غزني کې د پولنډ پنځه پوځیان ووژل شوي
نن د چهارشنبې په ورځ په غزني کې د پولنډ پنځه پوځیان ووژل شوي

په پولند کې چپي ګوندونو یو ځل بیا غوښتنه کړي چې پولنډي ځواکونه دې د افغانستان نه راوایستل شي او یا دې د پولنډ په ماموریت کې بدلون راشي. چپي ګوندونو دغه غوښتنه ورسته له دې نه وکړه چی نن د چهارشنبې په ورځ په غزني کې د پولنډ پنځه پوځیان ووژل شول.

د پولنډ دغه پنځه پوځیان په غزني کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې په یو بم وربرابر شو. د پولنډي عسکرو لپاره په یوه برید کې دغه د سر تر ټولو لوی زیان وو.

تر اوسه په افغانستان کې د پولنډ ۳۰ پوځیان وژل شوي دي.

د چپي حرکت مشر، ښاغلی پالیکاټ یو ځل بیا خپله هغه غوښتنه تکرار کړه چې سمدستي دې د پولنډ پوځیان چې شمیر یې ۲۶۰۰ ته رسیږي د افغانستان نه راوایستل شي. د چپیانو د یو بل ګوند مشر بیا وايي چی د پولنډ د پوځیانو ماموریت کې دې بدلون راوستل شي او په افغانستان کې د ثبات د راوستلو او د انکشافي کارونو سره دې مرسته وسي.

خو د پولنډ حاکم ګوند بیا وايي چې د ناټو سره به خپل ګډ ماموریت پرمخ بوزي. په افغانستان کې د ناټو ماموریت به په ۲۰۱۴ کال کی پای ته ورسیږي. اوس هم پولنډ په تدریجی توګه د خپلو پوځیانو رایستل پیل کړی. پولنډي پوځیان په غزني کې پراته دي او په دغه ولایت کې د ګزمو نه علاوه په بنسټیزو پروژو کې هم مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG