د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د پولیسو ډزو کې یو لاریون کوونکی وژل شوی


افغان پولیس د کابل په ګډون ډیر وخت د لاریون کوونکو مخنیوي لپاره هوايي ډزې کوي، چې کله کله یې له امله لاریون کوونکي ټپیان کیږي.
افغان پولیس د کابل په ګډون ډیر وخت د لاریون کوونکو مخنیوي لپاره هوايي ډزې کوي، چې کله کله یې له امله لاریون کوونکي ټپیان کیږي.

لغمان کې ولایتي چارواکي وايي، نن د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۸ مه) پولیسو د دغه ولایت په مرکز د مهترلام په ښار کې پرلاریون کوونکو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي، چې په ترڅ کې یولاریون کوونکی وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي د ي.

دا لاریون کوونکي د ولایتي شورا د یو غړي پر ضد راوتلي وو.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې لاریون کوونکو د شورا د غړي عبدالعزیز پر ضد لاریون کړی و خو مظاهره چیانو غوښتل د ټاکنو پر کمیسیون ور ننوځي، چې پولیسو د کمیسیون ودانۍ ته د لاریون کوونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره ډزې کړي، چې له امله یې یو لاریون کوونکی وژل شوی او پنځه نور زخمیان دي.

لاریون کوونکي وايي د ولایتي شورا د غړي عبد العزیر پر ضد یې ځکه لاریون کړی و چې د هغه ساتونکو تېره ورځ د مهترلام د ښار په تیرګړو سیمه کې یو عام وګړی په د ټوپک په کونداغونو وهلی و.

یو لاریون کوونکی عبد الله وايي چې پولیس پر ناحقه ‌‌‌‌‌‌پر دوی ډزې کړې دي.

د لغمان دولت شاه کې سلګونه کلیوال مسموم شوي

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د دولت شاه ولسوالۍ په ماسموتي کلي کې د یوې وفات شوې مېرمنې د خیرات مراسم و چې په دغه حیرات کې یو شمیر شامل کسان د ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.

نوموړی وايي چې له دغې پېښې درې نیم سوه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې و د لغمان مرکزي روغتون ته ور وړل شوي او تر درملنې وروسته یې اوس روغتیايي حالت ښه دی.

XS
SM
MD
LG