د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې پولیس د دریو مسلمانانو د وژل کیدو قضیه څېړي


د متحده ایالاتو د نیو مکسیکو په ایالت کې پولیس د دریو مسلمانانو د قتل د قضیې په اړه پلټني کوي.

پولیس وایي د جمعې په شپه ناوخته یې د یو مسلمان ځوان مړی وموند چې عمر یې د شلو کالونو په شاوخوا کې دی. پولیسو دا ندي ویلي چې وژل شوی کس څوک او د کوم هیواد دی خو دومره یې ویلي چې د جنوبي آسیا اوسیدونکی و.

تحقیق کوونکي وایي ښایي دا تازه پېښه هم د هغو دریو کسانو د قتل د قضیې سره تړاو ولري چې تازه په همدې ایالت کې وژل شویدي او ټول یې د جنوبي آسیا د هیوادونو خلک وو.

پدې ایالت کې دوه پاکستاني اتباع د اګست او جولای په میاشتو کې وژل شوي وو. پولیس وایي د یو پاکستاني مړی چې عمر یې ۲۷ کاله و، د اګست په لومړۍ نیټې وموندل شو او یو بل بیا د جولای د میاشتې په ۲۶ مې وموندل شو.

پولیس وایي پدې هکله تحقیقات کوي چې معلومه کړي آیا د دریو کسانو قتل د هغه افغان د پیښې سره تړاو لري او که نه چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر د میاشتې په اوومه نېټه د نیو مکسیکو د البوکورکي په ښار کې وژل شوی و.

پولیسو په سیمه کې د خلکو څخه غوښتي که پدې هکله معلومات لري، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو د ادارې سره دې شریک کاندي.

د نیو مکسیکو والۍ میشل لوجان ګریشم پدې بریدونو غصه څرګنده کړې او پدې ایالت کې یې د میشتو مسلمانانو سره یې خواخوږي ښودلې. میرمن ګریشم په ټویټر کې لیکلي، " د البوکورکي په ښار کې د مسلمانانو هدفي وژنې په ژوره توګه د غصې وړ او په بشپړه توګه د نه زغم دي."
والۍ همدارنګه ویلي چې د البوکورکي ښار ته نور ایالتي پولیس استوي چې د پیښې په هکله په تحقیقاتو کې مرسته وکړي.

هغې ویلي، "د البوکورکي او په ټوله کې د نیو مکسیکو په ایالت کې د مسلمانانو د ټولنې سره د ملاتړ په خاطر به هر څه وکړو".

په عین حال کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا په یوې اعلامیې کې ویلي هغه چا ته ۱۰ زره امریکایي ډالر انعام ورکوي چې د دې مسلمانانو د قاتل د نیول کیدو په خاطر معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG