د لاس رسي وړ اتصالات

دایکنډي کې د یوې لس کلنې نجلۍ د خرڅولو مخه نیول شوې


افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د کم عمر لرونکو انجونو د ودونو دود په کې زیات لیدل کیږي.
افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د کم عمر لرونکو انجونو د ودونو دود په کې زیات لیدل کیږي.

د دایکنډي ولایت د ښځو چارو ریاست وايي، د دغه ولایت د میرامور په ولسوالۍ کې یو سړی، چې په نشه یي توکو روږدي دی، خپله یوه لس کلنه لور د ۲۴۰ زره افغانیو په بدل کې خرڅه کړې وه، خو پولیسو یې د واده مخه نیولې ده.

د دایکنډي ولایت د ښخو چارو رئیسې میرمن ذکیه رضايي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې دا پيښه تائید کړه ، خو ویې ویل، چې د دې پیښې په تړاو امنیتي کارکوونکو درې تنه نیولي دي.

میرمن رضايي وویل " دغه ځوانه نجلۍ لس یا یوولس کاله عمر لري، د دې لپاره، چې پلار یې په نشه يي توکو روږدي وو، خپله دا لور یې په ۲۴۰ زره افغانیو خرڅه کړې وه، خو اوس مهال د دې پیښې په تړاو درې تنه نیول شوي او پلټنې ورڅخه روانې دي".

د دایکنډ‌ي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ټاکل شوې وه، چې دا ځوانه نجلۍ یو پنځلس کلن ځوان ته واده شوې وی، خو د امنیتي ادارو د مداخلې له امله د دغه واده مخه ونیول شوه.

دایکنډي کې د مدني ټولنې فعالان وايي، په دغه ولایت کې لوږه، بې کاري اعتیاد او د ماشومانو د حقونو په اړه د خلکو د پوهاوي کموالي له امله ډیرې کورنۍ خپلې لوڼې له وخت وړاندې ودونو ته مجبوروي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې د دایکنډي ولایت په ګاونډ کې پروت د بامیان ولایت د ورس په ولسوالۍ کې هم په نشه يي توکو یو روږدي پلار خپله دولس کلنه لور د ۵۰ زره افغانیو په بدل کې خرڅه کړې وه، چې بیا وروسته د امنیتي ادارو د مداخلې له امله دا انجلې وژغورل شوه.

د ماشومانو د ساتنې یوه شبکه، چې په بامیان او دایکنډي کې فعالیت کوي، وايي، چې په وروستیو کلونو کې په دغو دوو ولایتونو کې د کم عمر لرونکو انجونو خرڅولو دود زیات شوی دی.

د دغې ادارې رئیس عارف محبي وايي، اکثره دغسې نجونې په نشه يي توکو د روږدو پلرونو له خوا د نشه يي توکو د رانیولو لپاره د پیسو ترلاسه کولو په بدل کې پلورل کیږي.

ښاغلي محبي وویل " اکثره په نشه یي توکو د روږدو کورنیو ماشومان یا شاقه کارونو ته اړ ایستل کیږي، یا د نشه يي توکو ترلاسه لپاره پلورل کیږي او یا هم مور او پلار یې فحشا ته هڅوي".

عارف محبي وايي، دوی سره په دې برخه کې دقیق شمیر نشته دی، خو په روان کال کې دوه دغسې پیښې د ماشومانو د ساتنې شبکې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG