د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې څلويښت پوليس راخوشې شول


نورستان کې څلويښت پوليس راخوشې شول
نورستان کې څلويښت پوليس راخوشې شول

دنورستان ولايت هغه څلوېښت تنه پوليسان چې څه موده وړاندې ددغه ولايت په ګاونډ کونړکې د حکومت وسله والو مخالفينو له خواتښتول شوي وودسيمې قبيلوي مشرانوپه منځګړتوب اوهلوځلوراخوشې شول.

ددغه ولايت والي جمال الدين بدر وايي دغه پوليسان چې پرته له کومې معاملې اوشرطه دقومي مشرانوپه هلوځلو د کونړولايت د چپې درې په ولسوالۍ کې راخوشې شوي دي.

دى وايي دغه پوليسان څه موده وړاندې هغه مهال چې دوي وانت وايګل ولسوالۍ ته په معاشونو پسې تللي وو بېرته کورونو ته د راستنېدو پر مهال وسله والو مخالفينو د همدې چپې درې په سيمه کې وتښتول.

نورستان کې څلويښت پوليس راخوشې شول
نورستان کې څلويښت پوليس راخوشې شول

وسله والو هغه مهال ويلي وو چې دوی پنځوس پوليس نيولي چې د برخليک په اړه به يې د دوی مشران پرېکړه کوي.

د سيمې قومي مشرانو په هلوځلو هماغه مهال څو تنه راخوشې شول او دغه پاتې څلوېښت تنه ورسره پاتې شول چې بالاخره دغه پوليسان هم راخوشې شول.

په لومړي سر کې وسله والو مخالفينو ويلي وو چې دوی ددغو پوليسو د خوشې کولوپه بدل کې خپل هغه وسله وال ملګري غواړي چې له دولت سره بنديان دي. خو دا چې دغه پوليسان اوس دوسله والو مخالفينو د ورکړل شويو شرايطو په بدل کې راخوشې شوي که څنګه؟ په اړه يې دولتي چارواکي څه نه وايي خو ايله همدومره خبره کوي چې دوی دغه کسان د قومي مشرانو په هلوځلو راخوشې کړي دي.

تښتوونکو لاتردا مهاله ددغو پوليسان دخوشې کولوپه اړه څه نه دي ويلي.

ددغو پوليسانو تر نيولو وروسته د وانت وايګل ولسوالي هم دوسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې راغله چې يو شمېرچاوراکيو ددغې ولسوالۍ د سقوط عامل هم ددغو پوليسانو نيول ښوده.

بل لور ته دننګرهارولايت دچپليارپه ولسوالۍ کې د سرک تر غاړې د ماين په يوې چاودنې کې يو ماشوم زخمي شوى دى.

ددغه ولايت ويانداحمدضياعبدالزي په ويناپه دې چاودنه کې يوازې يوماشوم سطحي زخمي شوى دى چې تر اعلاج وروسته رخصت شوى دى.

دى وايي دغه چاودنه هغه مهال په سيمه کې رامنڅته شوه چې د سيمې امنيتي پوليسو يوه ګزمه له دغې سيمې نه د تېرېدو په حال کې وه. خوپه وينا يې دوی ته کوم زيان نه دى اوښتى وسله وال مخالفين بيا دعوه کوي چې په دې چاودنه کې زيات شمېر پوليس وژل شوي دي.

بل لور ته د کونړ ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ايساف قواوو ددغه ولايت په دانګام ولسوالۍ کې يو لړعمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي په وينا په دغوعملياتوکې پنڅه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي درې تنه نوريې زخميان شوي دي.

ايساف قواوو بيا د يوې خبرپاڼې له لارې دغه عميليات منلي او ويلي يې دي چې دوي دغه عمليا ت په سيمه کې د يو وسله وال قوماندان د نيولوپه هدف پيل کړي وو، کله چې راپور دقيق شو نودوی پر يادې سيمې هوايي بريد وکړ خو دا چې په دې بريد کې د وسله والو مخالفينو قوماندان وژل شوى او که نه دغو قواوو په دې اړه نور څه نه دي ويلي خو دا دعوه يې کړې چې په دې بريد کې يې يو شمېروسله وال مخالفين وژلي دي.

تېره ورڅ ددغه ولايت داسمارپه ولسوالۍ کې دقومي مشرانوپريوڅانمرګي بريددسيمې وتلي جهادي قوماندان ملک زرين په ګډون شاوخوااولس تنوته مرګ ژوبله واوښته.

بل لور ته دننګرهار ولايت امنيتي چاروکي خبر ورکوي چې ددوی پوليسو ددغه ولايت د اچين او سپين غر په سرحدي ولسواليو کې پر٩٠٠ جريبه ځمکه د کوکنارو کرل شوى فصل له منځه وړى دى. دوی وايي په سيمه د کوکنارو پر ضد د دوی پيل شوى کمپاين دوام لري.

XS
SM
MD
LG