د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو له پاکستان غوښتي چې د ممبی برید عاملین عدالت ته وسپاري


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي دا چې تر اوسه د ممبای د ٢٠٠٨ کال د تروریستي برید عاملین عدالت ته ندي راکش شوي دا ددې برید قربانیانو ته "سپکاوی" دی.

د دوشنبې ورځ د نومبر ٢٦ د ممبی د ترهگریز برید لسمه کلیزه ده. هند نن ددغه برید د قربانیانو یاد تازه کړ.

ښاغلي پمپیو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه برید "وحشت نړۍ ولړزوله".

ښاغلی پمپيو په اعلامیه کې ویلي چې "مونږ پر ټولو هیوادونو په ځانګړې توگه پر پاکستان غږ کوو چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا ژمنې عملي کړي او پر هغو تروریستانو باندې بندیزونه ولگوي چې دغه برید یې کړی دی".

پدغه برید کې چې پړه یې په پاکستان کې میشت لشکر طیبه سخت دریځه ډلې باندې اچول شوې ١٦٦ کسان وژل شوي وو.

د ٢٠٠٨ کال د نومبر په ٢٦ لس تنو وسله والو چې د لشکر طیبه د ترهگرۍ ډلې سره یې تړاو درلود د هند په ممبای ښار کې په یو مشهور هوټل، د یهودانو په یو مرکز او د ریل گاډي پر یو تمځای برید وکړ.

هند تور لګوي چې دغه بريد په پاکستان کې میشت د لشکر طيبه سخت دریځه ډلې پلان کړی و. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعام" په نامه پروگرام هغو معلوماتو ته پنځه میلیونه ډالر انعمام ټاکلې چې له مخې یې د ممبای د برید عاملین ونیول شي.

همداشان امریکا د لشکر طیبه ډلې مشر حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدی او د هغه په نیولو یې د لسو ملیونو امریکایي ډالرو انعام ایښې دی.

ښاغلي سعید یو څه موده په پاکستان کې بندي و، خو د پاکستان عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړه چې ازاد وگرځي. له بند نه د سعید خوشې کیدو د سیال هیواد هند او د امریکا د متحده ایالاتو سره ددې هیواد اړیکې نورې هم خړې پړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG