د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي چې چین مسلمانان او عیسویان بندي کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې په واتیکان کې یې د مذهبونو د آزادۍ په کنفرانس کې خبرې کولې په چین یې سخت انتقادونه وکړل چې ایغور مسلمانان او د عیسوي مذهب پیروان یې په زندانونو کې اچولي دي.

ښاغلي پمپیو وویل " په مطلقه حکومتونو کې د خلکو نه غوښتل کیږي چې د خدای پر ځای د حکومت عبادت وکړي. چین په همدې خاطر د یو ملیون نه زیات ایغوري مسلمانان د نظارت په کمپونو کې اچولي او د عیسوي مذهب ملایان یې هم بندیان کړیدي. "

ښاغلي پمپیو همدرانګه وویل چې د انساني حرمت او مذهبي آزادیو دفاع باید وشي ځکه چې د سړې جګړې د وخت په پرتله اوس ګواښونه ډیر شویدي.

خو چین بیا دا نه مني چې ګینې ایغوري مسلمانان یې په زندانونو کې اچولي. د چین چارواکي وایي دا کمپونه د مسلکي روزنو لپاره جوړ شوي چې په هغه هیواد کې په میشتو مسلمانانو کې د تندلاریتوب مخه ونیول شي او خلک وکړی شي نوي مهارتونه زده کړي.

XS
SM
MD
LG