د لاس رسي وړ اتصالات

واتیکان:د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ لیو عملیات کېږي

د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم به د سې شنبې په ورځ د سږو څخه د یوې کوچنۍ غوټې د لرې کولو لپاره په روغتون کې بستر او عملیات شي. د واتیکان په وینا، د هغه د رغېدو موده به شاوخوا یوه اوونۍ وخت ونیسي.

د واتیکان د معلوماتو له مخې، ۷۱ کلن پاپ د دوشنبې په ورځ خپل عادي کاري مهالویش ته دوام ورکړ او مخکې له مخکې اووه پلان شوې لیدنې کتنې یې ترسره کړې.

د کیوبیک ښار ستر پادري، کارډینال ژېرالد لاکرووا، د دوشنبې په ورځ وویل چې د جراحۍ نه مخکې د پاپ روغتیايي وضعیت ښه دی.

پاپ لیو د یکشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د وروستۍ طبي معاینې پر مهال یې په سږو کې کوچنۍ غوټه موندل شوې ده. هغه وویل چې غوټه په یوه محدوده سیمه کې ده او په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شوې ده.

واتیکان وايي، تمه ده چې پاپ د سې شنبې د ورځې د سهار په وروستیو ساعتونو کې په روغتون کې بستر شي، خو تر اوسه یې د جراحۍ د ترسره کېدو دقیق وخت نه دی اعلان کړی.

پاپ څوارلسم لیو، چې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې وټاکل شو، د رومن کاتولیکې کلیسا مذهبي مشر دی. دغه کلیسا په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱.۴ میلیارده پیروان لري.

پاپ په روانه اوونۍ کې هم څو پلان شوي پروګرامونه لري، خو اتیکان تر اوسه نه ده تایید کړې چې دغه مذهبي مراسم به د پلان له مخې ترسره شي او که نه. که پاپ په مراسمو کې د ګډون توان ونه لري، ښايي د واتیکان یو کارډینال یې مشري وکړي.

د امریکا د سږو د ناروغیو ټولنه وایي په سږو کې غوټه د نسجونو یوه کوچنۍ او محدوده غیرعادي برخه ده چې کېدای شي بې‌ضرره وي خو ددې ټولنې په وینا، په ټوله کې د سږو له پنځو سلنې څخه کمې غوټې په سرطان بدلېږي خو زیاتوي چې د سرطان خطر د عمر، د غوټې د اندازې او د سګرټ څکولو د تاریخچې په څېر عواملو پورې اړه لري.

واتیکان د پاپ د روغتیايي وضعیت یا د پلان شوې جراحۍ په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG