پرتګال د فوټبال په نړیوال جام کې د پنجشنبې په ورځ (جولای ۲) وکولای شول چې کرویشیا ته ۲-۱ ماتې ورکړې او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي.
دغه بري د جمعې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې د خوښیو او جشن فضا رامنځته کړه.
پرتګالي ستوري کریسټیانو رونالډو په لومړي ځل د نړیوال جام په حذفي پړاو کې ګول وواهه.
د لوبې د پای د اضافي وخت په وروستیو شېبو کې پرتګالي ګونزالو راموس په سر ګول وواهه، او د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې یې له هسپانیې سره د سیالۍ زمینه برابره کړه.
د پرتګال لوبډله په داسې حال کې میدان ته کښته شوه چې د دوی د مخکښ لوبغاړي ډېګو ژوتا د مړینې کلیزه وه. ژوتا یو کال وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.
د ټورنټو په لوبغالي کې د پرتګال د ملي سرود له غږولو وروسته، ددغه ۲۱ شمیرې لرونکي لوبغاړي انځورونه وښودل شول. وروسته پرتګالي مینه والو د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې د هغه د یاد او درناوي لپاره د یوې شیبې لپاره ودرېدل.
په لیزبن کې هم مینه والو د خپلو موبایل ټیلیفونونو څراغونه روښانه کړل او د ژوتا یاد یې ونمانځه.
ټاکل شوې چې پرتګال د دوشنبې په ورځ (جولای ۶) د ټکساس ایالت په ډالاس کې له هسپانیې سره مخامخ شي، او د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې د بلجیم او متحدو ایالتونو د لوبې له ګټونکي لوبډلې سره سیالي وکړي.
هسپانوي مینه والو هم د کلیفورنیا په لاس انجلس کې د ۳۲ غوره لوبډلو په پړاو کې د اتریش پر وړاندې د خپلې لوبډلې بری ونمانځه.
هسپانیې په دغه جام کې خپلو سیالانو ته یو ځل بیا خپل ځواک وښود او د میکل اویارزابال د دوو ګولونو په مټ یې اتریش ته د صفر په مقابل کې په دریو ګولونو ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار وموندله.
هسپانیه د نړیوال جام له پیل وړاندې د اتلولۍ د ګټلو له مهمو نوماندانو څخه ګڼل کیده او تر اوسه په شویو لوبو کې هیڅ لوبډله د هسپانیې په وړاندې د ګول په وهلو نده توانېدلې.
د پنجشنبې په ورځ په یوه بله لوبه کې سویس الجزایر ته ۰-۲ ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار وموندله.
متحده ایالتونه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې له بلجیم سره او پرتګال له هسپانیې سره مخامخ کیږي.
فورم \ دبحث خونه