د نیویارک په ایالت کې چارواکو ویلي چې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سازمان (Trump organization) د کاروبارونو په هکله جنایي تحقیقات کوي.
د نیویارک د ایالت لویې څارنوالې لیټیټیا جیمز ویلي چې د منهټن سیمې د تحقیق کوونکو سره د ټرمپ سازمان په هکله جنایي تحقیقات په ګډه کوي.
دې ادارې تر دې وړاندې ویلي و چې د ټرمپ سازمان لخوا په احتمالي توګه د مالیې، بیمې او بانکي حساب کتاب په برخه کې د درغلیو په هکله ښایي حقوقي تحقیقات وشي. دا ډول تحقیقات د مجرم کیدو یا محاکمې خطر نلري.
د میرمن جیمز یوې ویاندې ویلي چې د ټرمپ سازمان ته یې خبر ورکړی چې د دې سازمان په هکله تحقیقات تر دې وروسته یوازې حقوقي ندي.
ویاندې ویلې، " مونږ د منهټن د لوی څارنوالۍ سره په فعاله توګه د ټرمپ د سازمان په هکله جنایي تحقیقات کوو"
تحقیق کوونکي شک لري چې د مخکني جمهور رئیس سازمان ښایي د خپلې شتمنۍ او په ځانګړي ډول د نیویارک په ایالت کې د جایدادونو ارزښت کم ښودلی وي چې یا د بانکونو نه پور واخلي او یا مالیه لږه ورکړي.
د ټرمپ سازمان چې د ډونالډ ټرمپ کورنی کاروبار دی، پکې سلګونه شرکتونه شامل دي چې اکثریت یې هوټلونه او د ګلف د لوبې میدانونه دي.
د ټرمپ سازمان د ونډو په بازار کې هم ندی ثبت او په همدې خاطر دیته اړتیا نلري چې باید د خپلو حسابونو په هکله راپور ورکړي.
خو پخپله ډونالډ ترمپ وایي هیڅ غلط کار یې ندی کړی.
د نیویارک ایالت د چارواکو لخوا د تحقیقاتو په ځواب کې ښاغلي ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي، غیرې عادلانه چلند ورسره کیږي او ځورول کیږي. "
د نیویارک د ایالت او منهټن د ښار څارنوالان دواړه دیموکراتان دي.
د منهټن څارنوال سایروس وینس څه باندې د سترې محکمې سره په قانوني هلو ځلو اخته و چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مالیې ۸ کلن اسناد تر لاسه کړي او بلاخره یې د همدې کال د فبروري په میاشت کې تر لاسه کړل.