د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې د کچالانو په تولید کې زیاتوالی راغلی


د بامیان ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، روان کال د وچکالۍ او د کچالانو د بیې د راټیټېدو سره سره په دغه ولایت کې د یاد محصول په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه چارواکي‌ وايي، سږ کال پر یو نیم زر هکتاره ځمکه کچالان کښت شوي و چې نسبت تېر کال ته ۲۰ زره ټنه زیاتوالی ښه يي.

کچالان د بامیان ولایت له عمده کرنیزو محصولاتو څخه دي چې د دغه ولایت بزګران یې هر کال پر ۱۸،۵۰۰ زره هکتاره ځمکه باندې کښت کوي.

چارواکي‌ وايي هڅه به وکړي چې کچالوګانو ته مناسب بازار پیدا کړي
چارواکي‌ وايي هڅه به وکړي چې کچالوګانو ته مناسب بازار پیدا کړي

د بامیان ولایت د کرنې رئیس عبدالوهاب محمدي د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل:" په تېرو دوو کلونو کې په بامیانو کې د کچالانو بیه مناسبه وه، بزګرانو د کچالوګانو د کښت ساحه یو نیم زر هکتاره پراخه کړه، او د کچالوګانو تولید نسبت تېر کال ته زیات شوی دی."

بامیان د کچالانو د تولید په برخه کې د افغانستان له لویو تولیدونکو ولایتونو څخه دی.

د بامیان د کرنې ریاست مسؤلین هم مني چې روان کال د کچالانو په بیو کې نسبت تېر کال ته ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د دوی په خبره له دی سره سره چې روان کال یې کچالانو ته د بازار پیدا کولو په برخه کې زیاتې هڅې وکړې، خو وايي چې سږ کال یې بازار ښه نه وو.

اوس مهال د بامیانو یو من کچالان له ۸۰ څخه ۹۰ افغانیو پورې پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال یو من بامیاني کچالان له ۱۲۰ افغانیو څخه تر ۱۳۰ افغانیو پورې پلورل کېدل.

د کچالانو د ساتننې لپاره د مناسبو ځایونو نشتوالی، وکچالي، او د مناسب مارکېټ نشتوالی د بامیانو بزګران له لویو ستونزو څخه یادوي.

د بامیانو یو تن ګروندګر عبدالودود امریکا غږ ته وویل: "د کچالانو لپاره سوړ ساتنځای نه لرو، د کچالانو بیه ټیټه ده، اوس یو من په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د کود«امبار» بیه نه پوره کوي."

خو د بامیانو د کرنې ریاست چارواکي وايي چې هڅه کوي د دغه ولایت د کچالانو لپاره سوړساتنځای، مناسب مارکېټ او کروندګرو ته نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له‌مخې هر کال په دغه ولایت کې له ۳۵۰ او ۳۷۰ ټنو پوري کچالان تولید کېږي چې د هېواد نیمايي خلکو اړتیا پوره کوي.

XS
SM
MD
LG