د لاس رسي وړ اتصالات

د بریښنا پوروړي د درنو جرمونو څارنوالۍ ته معرفي کیږي


د افغانستان بریښنا شرکت وايي، د خپلو پورونو د ترلاسه کولو لپاره د نوې کړنلارې له مخې به هغه کسان د درنو جرمونو څارنوالۍ ته وروپیژندل شي، چې له پنځه میلیون افغانیو څخه زیات پور ورباندې دی.

د دغه شرکت عمومي رئیس امان‌الله غالب د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان کابینې په دې تړاو د بریښنا شرکت وړاندیز تصویب کړی دی.

هغه وویل "د حکومت له خوا چې کومه پریکړه شوې، ټول هغه کسان چې له پنځه میلیون افغانیو څخه پورته د بریښنا پوروړي دي، په مستقیم ډول درنو جرمونو ته ورپیژندل کیږي".

انجنیر غالب دغه راز وویل، د نوې کړنلارې له مخې د هغو کسانو بریښنا پرې کیږي، چې په دوو پړاونو کې له پنځه میلیون افغانیو څخه کم پور ورباندې پاتې دی او که چیرې دغه کسان په څلورم پړاو کې خپل پور ورنکړي، له خبرداري پرته جریمه او عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپیژندل کیږي.

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د حکومت لسګونه برحاله او پخواني چارواکي، د ملي شورا یو شمیر غړي، زورواکي او ځینې جهادي مشران له دغه شرکت څخه پوروړي دي.

دغه راز د بریښنا شرکت کابینې ته وړاندیز کړی، چې لوړو دولتي څوکیو او ولسي جرګې ته د هغو کاندیدانو نومونه له لیست څخه وباسي، چې له بریښنا شرکت څخه پوروړي دي.

ښاغلي غالب وویل "موږ د ټاکنو کمیسیون ته هم یو رسمي مکتوب استولی دی... موږ ورته د لویو پوروړو کسانو نوم‌لړ لیږلی، که هر څوک له تاسو سره نوم‌لیکنه کړې وي، تاسې له موږ سره همکاري وکړئ او ورته خبرداری ورکړئ، چې د بریښنا بل تحویل کړي، که چیرې تحویل یې نه کړي، د نوماندۍ په برخه کې یې مخنیوی وشي".

د بریښنا شرکت د شمیرو له مخې، یو شمیر حکمي او حقوقي کسان د ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه پورې څه باندې ۱۴ میلیارد افغانۍ له دغه شرکت څخه پوروړي وو، چې اوس دا شمیره ۹.۵ میلیارد افغانیو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG