د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې قوي طوفانونو سلګونه زره خلک اغیزمن کړي


USA-WEATHER/
USA-WEATHER/

د امریکا متحدو ایالتونو کې د زورورو طوفانونو له کبله لږ تر لږه دوه تنه مړه شوي او په څه باندې یو میلیون خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.

مقاماتو د دوشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۶) خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې سخت طوفانونه به والوځي او باید د باندې ونه وځي. د طوفانونو له کبله په متحدو ایالتونو کې زرګونه داخلي پروازونه هم ګډوډ او ځنډول شوي دي.

د سختو طوفانونو او بوړبوکیو دا څپه، چې باران هم ورسره مل و، د واشنګټن ډي سي په ګډون ډېرو ایالتونو ته رسېدلې ده. چارواکي په جنوبي کارولینا کې وايي چې په یو ۱۵ کلن هلک باندې ونه غورځېدلې او مړ شوی او یو بل ۲۸ کلن سړی بیا د الاباما په ایالت کې په تالنده برېښنا کې مړ شوی دی.

په لسګونو نورو ایالتونو کې په کورونو او کاروبارونو کې برېښنا پرې شوې وه، ونې د برېښنا په مزو او کورونو باندې پریوتې دي.

د اسوشیتډخبري اژانس د «فلایټ اویر» په حواله لیکلي دي چې د دغو طوفانونو له کبله په امریکا کې دننه ۲۶۰۰ پروازونه لغوه شوي او ۷۹۰۰ نور ځنډول شوي دي.

سپینې ماڼۍ هم د اریزونا، نیو مکسیکو او یوتا ایالتونو ته د ولسمشر جو بایډن څلور ورځنی سفر ۹۰ دقېقې مخکی کړی و. سپینې ماڼۍ همدغه راز د ښوونځیو د پيل یوه غونډه، چې د ولسمشر بایډن د مېرمن جېل بایډن په ګډون په کې یو شمېر لوړ پوړیو مقاماتو برخه اخیسته، هم لغوه کړه.

د دوشنبې په ورځ د ډېرو ادارو غیر ضروري کارکوونکو ته ویل شوي وو چې تر دریو بجو مخکې ولاړ شي چې په طوفان او باران کې ګېر نشي. د فدرال دفترونه تړل شوي وو.

همدغه راز د فلادیلفیا او مریلنډ په ایالتونو کې د میجرلیګ بیسبال ځېنې لوبې هم لغوه شوي دي. د الاباما، جورجیا، جنوبي کارولینا، شمالي کارولینا، مریلنډ ډیلاویر، نیوجرسي، پنسلوانیا، تینیسي، لویدیځه ویرجینا او ویرجینا په ایالتونو کې ۱.۱ میلیون خلک بې برېښنا شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG