د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د اوبو او بریښنا وزیر له دندې ګوښه کړ


د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرستۍ چارې د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال انجنیر محمدګل خُلمي ته سپارل شوي دي.
د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرستۍ چارې د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال انجنیر محمدګل خُلمي ته سپارل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یو حُکم په ترڅ کې، د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړی دی.

په دغه حُکم کې، چې د شنبې په ورځ (جون ۹) صادر شوی، د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرستۍ چارې د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال انجنیر محمدګل خُلمي ته سپارل شوي دي.

په حُکم کې راغلي "د ملي شورا ولسي جرګې ته د نوي نوماند وزیر تر معرفي کولو د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرستۍ چارې د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال محمدګل خُلمي ته، د اوسنۍ دندې سربیره، سپارل کیږي".

د جمهوري ریاست په حُکم کې د اوبو او بریښنا وزیر د ګوښه کیدو په اړه څه نه دي ویل شوي او ښاغلي عثماني هم تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

ولسمشر محمد اشرف غني، شاوخوا دوه اونۍ مخکې امر وکړ، چې د اوبو او بریښنا وزارت یو کارکوونکی هم، د مچلغو د بند د درې کلن کاري جدول او نورو اړوندو پروژو تر بشپړیدو، بهر ته سفر نه شي کولی.

د دغه وزارت ویاند آصف غفوري امریکا غږ ته وویل، چې ولسمشر غني په دې اړه د اوبو او بریښنا وزارت ته یو مکتوب استولی دی.

له دې وړاندې د کابل د هوايي ډګر امنیتي مسولینو علي احمد عمثاني ته اجازه ورنکړه چې په بلخ کې د بریښنا د یوې پروژې د پرانیستلو لپاره دغه ولایت ته پرواز وکړي.

علي احمد عثماني د ۱۳۹۴ کال له لومړیو څخه تر دې مهاله، د افغانستان د اوبو او بریښنا د وزیر په توګه دنده درلوده.

XS
SM
MD
LG