د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د وژل شویو زده کوونکو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره تکساز ته ځي


ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه مۍ ۲۹ (غبرګولي۸) د تکساز ایالت هغو کورنیو ته تسلي ورکړي چې ماشومان یې د همدې اوونۍ په سر کې په یو ښوونځي کې ووژل شول.


ښاغلي بایډن د ډیلاویر ایالت په پوهنتون کې د شنبې په ورځ په یوې وینا کې په هیواد کې د ماشومانو د ژوندانه د خوندیتوب په هکله خبرې وکړې.

جمهور رئیس وویل، "مونږ غمیزه غیر قانوني کولای نشو خو امریکا خوندي کولای شو. مونږ بالاخره د خلکو او ماشومانو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره هغه څه کولای شو چې باید یې وکړو".

یو ۱۸ کلن تنکي ځوان تیره سه شنبه مې ۲۴ د تکساز ایالت د یوالډن په ښارګوټي کې لومړی خپله نیا ووژله او وروسته یې په یو ابتدائیه ښوونځي کې په ماشومانو ډزې وکړلې. هغه ۱۹ ماشومان او د ښوونځي دوه استادان ووژل.

ګڼ شمیر ماشومان وایي کله یې چې په ښوونځي کې د وسلې سره برید کوونکي ولیده، هغوي ځانونه مړه واچول.

د ټکساز ایالت چارواکو بالاخره ومنله چې د ښوونځي په دهیلز کې شاوخوا ۱۹ پولیس په هغه وخت کې د تقریباً یو ساعت لپاره و کله چې برید ګر دننه په ټولګي کې و.

پولیس وایي هغوي فکر کاوه چې برید ګر به ښایي د ماشومانو وژل بند کړي وي او په همدې خاطر ټولګي ته دننه نشول خو چارواکي د پولیسو دا پریکړه ناسمه بللې.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د امریکا د تکزاس ایالت په ښوونځي کې له وسله وال برید وروسته یو ځل بیا په دغه هېواد کې د «وسلو د قانون» سختولو وړاندیز وکړ.

ولسمشر جوبایډن له دغې پېښې وروسته په سپینې ماڼۍ کې په یوې احساساتي وینا کې د دغې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سربېره وویل: «زه رنځېدلی او ستړی یم. موږ باید اقدام وکړو».

ښاغلي بایډن د امریکا له قانون جوړونکو څخه وغوښتل چې د هغه څه ملاتړ وکړي چې ده «د سالم عقل د وسلې قوانین» یاد کړل. هغه پوښتنه وکړه چې ولې په امریکا کې دا ډول وسله وال بریدونه کېږي: «موږ ولې غواړو له دغه قتل عام سره ژوند وکړو. موږ ولې اجازه ورکوو چې دا [پېښې] وشي».

هغه له امریکایانو وغوښتل چې د وسلو د لابي او کمپاین په ضد ودریږي. په امریکا کې د قانون په اساس، هر واجد شرایط فرد کولای شي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلي او وساتي. د وسلو د دغه قانون منتقدین وايي چې همدغه کار د دا ډول بریدونو لپاره زمینه سازي کوي چې د دوی په خبره باید دا قانون او د وسلو اخیستلو شرایط سخت کړل شي.

XS
SM
MD
LG