د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وايي افغانستان له هیچا خیرات نه غواړي


ولسمشر غني نن د لویې جرګې په خیمه کې د ځوانانو یوې سترې غونډې ته وینا کوله.
ولسمشر غني نن د لویې جرګې په خیمه کې د ځوانانو یوې سترې غونډې ته وینا کوله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د لویې جرګې په خیمه کې د ځوانانو یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان له چا صدقه نه غواړي بلکې دا هیواد په باعزته توګه د دولتونو ترمنځ اړیکې ټینګیدل غواړي.

ولسمشر غني نن د لویې جرګې په خیمه کې د نږدې دریو زرو ځوانانو یوې غونډې ته چي دافغانستان د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د لوی ریاست معاونیت خوا د "تشویق" په نوم د یوپروګرام د پیل لپاره جوړه شوې وه خبرې کولی.

که څه هم ولسمشر غني په څرګنده د کوم هیواد نوم وانخیست، خو د هغه دا څرګندونې تر ډیره د هند د امرتسر په ښار کې د اسیا د زړه د هیوادونو په کنفرانس کې د خپلې وینا څخه دفاع وه، چې په ترڅ کې یې د پاکستان له خوا افغانستان سره د اعلان شوې پنځه سوو میلیونو امریکایي ډالرو مرسته ترپوښتنې راړوستې وه او ویلي وو چې پاکستان دې په دغو پیسوپه خپل هیواد کې د سخت دریځۍ مخه ونیسي.

ولسمشر غني وویل " افغانستان له هیچا څخه صدقه نه غواړي، افغانستان با عزته دولت پر دولت روابط غواړي او ځکه یې غواړو چې ستاسو حق دی".

ولسمشر غني وویل، چې یو کال دې دی په ارام پریښودل شي چې پنځه سوه میلیونه ډالره پیدا کولی شي او که نه.

د افغانستان ولسمشر وویل، چې که پنځه کاله په ارام پریښودل شي، نو نورو سره به هم مالي مرسته وکړي.

هفه وویل که دا کار یې ونه کړه نو لاس دې یې پرې شي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو او امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز چې پخپله هم د اسیا د زړه د هیوادونو کنفرانس کې د ګډون لپاره امرتسر ته تللی وو، د اسیا د زړه د هیوادونو په کنفرانس کې د ولسمشر غني څرګندونې خواشینونکي خو د درک وړ بللي وې .

د "تشویق" د پروګرام هدف د لوړو زدکړو لرونکوځوانانو هڅول دي ترڅو هغوی سره د کارموندلو په برخه کې مرسته وشي.

د دغه پروګرام یو منتظم احمد داود نورزي غونډې ته وویل، چې دا پروګرام به په ۲۰۱۷ عیسوي کال کې پیل شي او ورسره به تر لسو زرو پورې ځوانانو ته په حکومتي ادارو کې د کار کولو امکانات برابر شي.

ولسمشر غني د ځوانانو دې غونډې ته وویل چې هڅې روانې دي چې په حکومتي ادارو کې د ځوانانو ونډه زیاته کړي.

هغه وویل چې په تیرو دوو کلونو کې تر شپږ کلونو اداره ځوانه شوې ده.

XS
SM
MD
LG