د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د "خالد" په نوم پوځي عملیات پيلیږي


د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ژمي د موسم د پای ته رسیدلو سره سم جګړې پراخه شوي دي.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ژمي د موسم د پای ته رسیدلو سره سم جګړې پراخه شوي دي.

ارګ وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د " خالد" په نوم د پوځي عملیاتو پلان نن د سه شنبې په ورځ ( وري ۱۲ مه) په یوه امنیتي غونډه کې تصویب کړی دی.

په دې امنیتي غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي ادارو مشرانو برخه لرله.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین وايي، چې د " خالد" عملیاتو په ترڅ کې به د تلې د میاشتې د ټاکنو د امنیت د برابرولو لپاره هم اقدامات وشي.

ښاغلي ارین وویل "خالد امنیتي پلان په ټول هېواد په ځانګړې توګه د ښارونو او لویو لارو د امنیتي وضعیت د ښه والي، د دښمن د ځپلو، له ګواښ سره مخ سیمو د پېژندلو، د ټاکنو د امنیت لپاره د تدابیرو، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د ځواکونو د سم سمبالښت او ځای پر ځای کېدو په موخه تطبیق او عملي کېږي".

د دغه پلان د تصویب وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۸ لمریز کال د پیل په ورځ په دغه کال کې د " خالد" په نوم د افغان امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی وو.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو، چې دا عملیات به په ۳۴ ولایتونو کې دفاع وزارت په مشرۍ ترسره شي.

په افغانستان کې هرکال د پسرلي په پیل کې هم افغان حکومت او هم وسله وال طالبان د خپلو کلنیو عملیاتو لپاره یوه ځانګړی نوم ټاکي.

طالبانو تیرکال خپلو عملیاتو ته، چې لا هم په همدې نوم دوام لري د " خندق" نوم ورکړی وو.

طالبانو لا تراوسه د دې کال پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي، خو معمولآ دا ډله د ثور په میاشت کې خپل پوځي عملیات اعلانوي.

افغان حکومت دا عملیات په داسې حال کې اعلان کړي، چې د بل هر وخت پرتله په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدلو او سولې د ټینګیدو لپاره هیلې ډیرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG