د لاس رسي وړ اتصالات

غني: بهرنیو ځواکونو شتون د طالبانو د جګړې په خاطر دی


جمهور رئیس غني د شنبې په ورځ په ارګ کې د پخوانیو مجاهدینو د بري ورځ ولمانځله
جمهور رئیس غني د شنبې په ورځ په ارګ کې د پخوانیو مجاهدینو د بري ورځ ولمانځله

ولسمشر محمد اشرف غني وايي نړیوال ځواکونه ځکه په افغانستان کې میشت دي، چې طالبانو له افغان حکومت سره د جګړې اعلان کړی او دا ډله له ترهګرو سره په اړیکه کې ده.

ولسمشر غني چې نن شنبه (د اپریل ٢٨) د ارګ په ماڼۍ کې د ډاکټر نجیب الله په رژیم باندې د پخوانیو مجاهدینو د بري د غوايي د اتمې په مناسبت جوړې غونډې ته ویناء کوله د طالبانو له لوري د خندق عملیات د مسلمان او خپلواک افغانستان په وړاندې جګړه وبلله.

ولسمشر غني وویل طالبانو د خندق عملیاتو اعلان کړی "عجیبه ده، دوی د خندق په مفهوم پوهیږي. دا جګړه د چا په مقابل کې ده د جهادي رهبرانو په وړاندې، زمونږ د علمای کرام په وړاندې، زمونږ د مسلمان ملت په وړاندې، دا جگړه د ازاد افغانستان او مسلمان ملت په وړاندې ده".

ولسمشر محمد اشرف غني د مجاهدینو د بري د شپږ ویشتمې کلیزې د نمانځنې دې مراسمو ته وویل چې جنګ په اکثریت د طالبانو تحمیل شوی دی.

ولسمشر غني وویل" هر طالب جنګ نه غواړي، جنګ د یو څو محدودو کسانو له خوا د دوی په اکثریت باندې تپل شوی دی".

ولسمشر غني طالبانو ته د سولې وړاندیز سخاوتمندانه وباله وې ویل چې طالبانو میاشتې د سولې په دې وړاندیز فکر کړی خو د منلو جرئت یې نه لري او دا چې څنګه یې رد کړي هم څه نه وايي.

انتخابات

ولسمشر غني پدې ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل وخت د اساسي قانون په اساس د راتلوونکي لمریز کال د جوزا له میاشتې مخکې ترسره شي.

ولسمشر غني وویل چې راتلوونکې پارلماني ټاکنې حتمي دي، هغه وویل "ژمنه کوم چې حکومت به مداخله نه کوي، پارلمان دې هم مداخله نه کوي، د ولسوالۍ د امنیه قومندان، والي، د ولایت د امنیه قومندان په ګمارنې کې مداخله د منلو نده".

ولسمشر غني د مجاهدینو د بري د نمانځنې دې مراسمو ته وویل چې د افغانستان جهاد د ټولو خلکو پورې تړلی دی هغه دا وویل چې د مجاهد کلمه انحصاري ندی.

XS
SM
MD
LG