د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني په یو ورځني سفر ترکمنستان ته تللی


ترکمنستان ته د جمهور رئیس غني دا سفر په تیرو اتو میاشتو کې دغه هیواد ته دوهم سفر دی چې د جمهور رئیس محمدوف په بلنه ترسره کیږي.
ترکمنستان ته د جمهور رئیس غني دا سفر په تیرو اتو میاشتو کې دغه هیواد ته دوهم سفر دی چې د جمهور رئیس محمدوف په بلنه ترسره کیږي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن د دوشنبې په سهار په یو ورځني رسمي سفر د ترکمنستان پلازمېنېعشق اباد ته تللی دی.

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي او همدارنګهبه د دواړو جمهور رئیسانو په حضور کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د همکارۍ توافقنامې هم لاسلیک شي.

جمهور رئیس سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو اړیکو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي هم ملتیا کوي.

ترکمنستان ته د دې سفر وړاندې جمهوررئیس محمد اشرف غني د تیرکال د لیندۍ په میاشت کې هم د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د ترانسپورټ په یو نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینې د بندر د اوسپنې د پټلۍ د کار د پیل د پرانیستلو لپاره دغه هیواد ته سفر کړی وو.

XS
SM
MD
LG