د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې د مذاکراتو کوربتوب به څو هیوادونه وکړي - غني


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي ډیر احتمال شته چې د طالبانو سره د افغانستان د حکومت مذاکرات په قطر کې وشي.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ماښام جولای لمړۍ نیټه (چنګاښ ۱۱) د افغانستان د ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "طریقه به داسې وي چې ټول مذاکرات به په یو هیواد کې نه وي، زمونږ غوښتنه داده چې ټول باید په کې شامل وي او په راتلونکو اونیو کې به یې ترتیبات ونیول شي."

د افغانستان جمهور رئیس د اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، ناروې، روسیې او چین نومونه د هغو هیوادونو په توګه یاد کړل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو کوربتوب ته لیوال دي. هغه وویل چې په راتلونکو اونیو کې به د ۱۸ دوستو او ګاونډیو هیوادونو سره بحث وشي چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع ترلاسه شي.

جدي هڅې په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو له لورې روانې دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات وشي، خو تر اوسه ددغو مذاکراتو لپاره ځای او نیټه ندي ټاکل شوي.

د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې له مخې چې د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې لاس لیک شوې د افغانستان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان ۱۰۰۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو د موافقې له لاس لیک کیدو څخه د څلورو میاشتو په تیریدو سره تر اوسه ددغه شمیر بندیانو خوشې کول ندي عملي شوي او مذاکرات هم ندي پیل شوي.

د افغانستان حکومت تر اوسه ۳۶۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او طالبان هم ادعا کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو ۵۰۰ منسوبین یې خوشې کړي، خو دمخه افغان مقاماتو په وار وار ویلي چې ټول هغه کسان چې طالبانو خوشې کړي پوځیان ندي او ملکي وګړي هم په کې شامل دي.

ښاغلي غني وویل چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به د بندیانو د خوشې کولو طرحه بشپړه شي، خو ټینګار یې وکړ چې که طالبان افغان پوځیان چې ورسره بندیان دي خوشې نکړي د طالبانو پاتې بندیان به هم ازاد نه کړي. ښاغلي غني وویل: "د بندیانو خوشې کول تبادله ده، طالبان باید د دولت بندیان خوشې کړي، پرته له هغې د زندانیانو خوشې کول یو اړخیز نشي کیدای.".

ښاغلي غني وویل چې د افغانستان د سولې په اړه اجماع شته، خو د هغه په وینا د هغې بیې په اړه اجماع نشته چې افغانستان ته د سولې د راوړلو لپاره ادا کیږي.

د افغانستان جمهور رئیس وویل چې د سولې لپاره به وروستی تصمیم د افغانستان خلک ونیسي. هغه وویل چې لویه جرګه او د افغانستان ملي شورا به پدې اړه فیصله وکړي.

XS
SM
MD
LG