د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د زور له لارې واک ته د رسیدو وخت تیر شوی


د افغانستان ولسمشر وویل، هغه وخت تیر شوی، چې یوه ډله د وینې تویولو، ترور او وژنې له لارې واک ته ورسیږي.
د افغانستان ولسمشر وویل، هغه وخت تیر شوی، چې یوه ډله د وینې تویولو، ترور او وژنې له لارې واک ته ورسیږي.

افغان ولسمشر د ثور میاشتې د اتمې نیټې د لمانځلو په مناسبت په ارګ کې یوې لویې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، اوس هغه وخت تیر شوی، چې څوک د زور له لارې واک تر لاسه کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پخوانیو مجاهدینو د کامیابۍ د پنځویشتم تلین په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې له تروریستي ډلو او د هغوی له ملاتړو سره په مبارزه کې به افغانستان بریا ته ورسیږي.

ولسمشر غني له تروریزم سره د افغان ځواکونو روانه جګړه د حق او باطل ترمنځ جګړه وبلله او زیاته یې کړه "لکه څنګه چې پرون زموږ جهاد د اسلامي دنیا او نورې دنیا د تائيد وړ وو، نن ورځ اسلامي دنیا او نوره دنیا زموږ د دفاعي او امنیتي قوتونو د میړانۍ او مقابلې تائيد کوي او برحقه مو ګڼي."

ښاغلي غني زیاته کړه، اوسمهال افغان ولس له کړاونو او سختو حالاتو سره مخ دی، چې پر وینا یې د 'افغانستان دښمنان' په خورا قصاوت او بیرحمۍ سره د افغانانو پر وژنې لاس پورې کوي او هیڅ ډول رحم ورباندې نه کوي.

هغه وویل "موږ ډاډ لرو، هغه ملت چې د نړۍ د لویې اردو پر وړاندې بریالی شو، د تروریستي او مزدورو ډلو پر وړاندې به حتماً بریالی کیږي."

ښاغلي غني زیاته کړه ، چې افغانستان د نورو هیوادونو د ویجاړولو او تباهۍ په هڅه کې نه دی او له هیڅ تروریستي ډلې څخه یې ملاتړ نه دی کړی.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان د خپلو ټولو ګاونډیو او نورو هیوادونو ښه‌والی غواړي.

د ۱۳۷۱ کال د ثور میاشتې په اتمه نیټه د ډاکتر نجیب‌الله حکومت نسکور او پخواني مجاهدین کابل ته دننه شول او د اسلامي حکومت اعلان یې وکړ.

له هغې وروسته هر کال دغه ورځ، د سرو لښکرو د ماتیدو او کابل ته د پخوانیو مجاهدینو د رادننه کیدو په ویاړ، د افغان حکومت له خوا لمانځل کیږي.

د دغو مراسمو د لمانځلو په مناسبت سږکال د افغانستان حکومت نن د شنبې ورځ (ثور ۹مه) عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG