د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کابل د وروستي برید له عاملینو سره سوله نه کوو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، اوس د سولې لوری څرګند شوی او له هغوی سره چې د تیرې شنبې په ورځ یې په کابل کې خونړی برید ترسره کړ سوله نه کوي.

ولسمشر غني چې د شنبې په ورځ (فبروري ۳) په کابل کې د سولې عالي شورا عمومي غونډې ته وینا کوله وویل، هغه ډلې چې سوله غواړي او هغوی چې سوله ردوي، ترمنځ یې باید څرګند توپیر وي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د سولې په برخه کې د افغانستان ژمنتیا لاس تر زنې لاندې کیناستل او د غچ نه اخیستلو په معنی نه ده او وې ویل "هغه کسان چې د دې فاجعې (کابل کې د شنبې ورځې موټربم برید) مسولین دي، هغوی سوله نه مني او د سولې دروازې د هغوی پر مخ خلاصې نه دي، دوی به یوازې په بشپړ ډول د خپل ځان د له منځه تللو لپاره، زموږ د عزم، زموږ د ارادې شاهدان وي".

ولسمشر غني په کابل کې وروستی برید د امریکا د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانۍ برید سره پرتله کړ او هغه یې د افغانستان له ولس سره د جګړې اعلان وباله.

په دغه برید کې چې مسولیت یې وسله‌والو طالبانو منلی ۱۰۳ تنه ووژل شول او ۲۳۵ نور ټپيان شول.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، هغه خواوې چې سوله مني افغان حکومت ورسره سولې ته چمتو دی.

ښاغلي غني د تلپاتې سولې لپاره د نظر پر یووالي ټینګار وکړ او وې ویل، چې د جګړې لاملونه او زیانونه باید په اساسي ډول وارزول شي.

ولسمشر غني دغه راز د سولې د ټینګښت لپاره د افغان مهاجرینو بیرته راستنول اړین وباله او وې ویل "هره ورځ چې هغې خواته (پاکستان سره) غږیږئ، درته وايي چې راشه مهاجر دې واخله، زه غواړم ستاسې اجماع ولرم، چې مهاجرو باندې نور لوبه و نه شي، زه غواړم چې د دولت ټولې منابع پر دې تمرکز وکړي، چې موږ خپل مهاجرین له پاکستان څخه په لنډ مودې کې په عزت او حیثیت بیرته دې خاورې ته راولو".

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته چمتو ده او په هره کچه چې طالبان سولې ته چمتوالی وښيي د سولې عالي شورا ترې هرکلی کوي.

د دغې شورا رئیس محمد کریم خلیلي په نننۍ غونډه کې وویل، چې د سولې عالي شورا له مذاکراتو څخه ویره نه لري او د سولې د خبرو لپاره قوي منطق لري.

خو ښاغلي خلیلي وویل، چې په افغان حکومت کې یو لړ ستونزې د دې لامل شوي، چې خلک د وسله‌‌والو مخالفینو لیکو ته لاړ شي او له ولسمشر غني څخه یې وغوښتل، چې اصلاحات راولي.

هغه افغان ولسمشر ته په خطاب وویل "موږ په دې قضیه کې چې تاسې اصلاحات ډیر جدي نیولي، ستاسې پام غواړو. موږ د سولې د عالي شورا له آدرس څخه هیله لرو، اصلاحات د بري هغه لاره ده، چې د مخالفینو د هر ډول جلب او جذب کچه به ډیره کمه کړي".

د افغانستان ولسمشر د اصلاحاتو په تړاو د سولې د عالي شورا د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې ولس له اصلاحاتو څخه تل هرکلی او ملاتړ کړی او ټینګار یې وکړ، چې ننني اصلاحات د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG