د لاس رسي وړ اتصالات

غني : د امریکا متحده ایالات اوس زمونږ د سولې طرحه تعقیبوي


جمهور رئیس غني د پنجشنبې په سهار د افغانستان د دیني عالمانو د شورا له استازو سره په ارګ کې وکتل.
جمهور رئیس غني د پنجشنبې په سهار د افغانستان د دیني عالمانو د شورا له استازو سره په ارګ کې وکتل.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، چې اوس د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې په تړاو د افغان حکومت د سولې طرحه تعقیبوي.

ښاغلي غني، چې د قرغیزستان پایتخت بیشکیک ته د سفر وړاندې یې نن د پنچشنبې د ورځې په سهار ( غبرګولي ۲۳ مه) د دیني عالمانو سرتاسري شورا له مشرتابه او غړو سره په ارګ کې خبرې کولې وویل، چې د افغانستان د سولې په اړه نړیواله اجماع هم رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي غني وویل " په مطلق ډول نړیوله اجماع رامنځ ته شوې او تاسو ته د دې هم ډاډ درکوم، چې اوس د امریکا متحده ایالات زمونږ طرحه تعقیبوي".

جمهور رئیس غني وویل، دا چې امریکا د افغان حکومت طرحه تعقیبوي علت یې د سولې په اړه د افغان حکومت دریځ دی.

ښاغلي غني خپل دریځ یو"اصولي" دریځ په توګه یادکړ.

دمخه د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د امریکا په دریځ انتقادونه کول او حتی، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب امریکا ته د روان میلادي ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې د سفر پر مهال ادعا کړې وه، چې افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد طالبانو سره په خبر و کې خپله شخصي اجندا تعقیبوي.

ښاغلي غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ښاغلی خلیلزاد هم د څو وراځو راهیسې په افغانستان کې دی.

هغه په تیرو ورځو کې دوه ځلې له ښاغلي غني سره د سولې پر مسله خبرې کړي دي.

همداشان جمهور رئیس غني د افغانستان د دیني عالمانو سرتاسري شورا مشرتابه او غړو ته په خپله وینا کې د افغان حکومت له زندانونو د یو شمیر طالب وسله والو د خوشې کیدو په اړه د خپل حکومت د پریکړې څخه هم دفاع وکړه .

که څه هم ښاغلي غني د دغو خوشې شوو طالب بندیانو څخه د هغوی یو شمیرد جګړې لیکو ته د بیرته ستنیدلو احتمال رد نکړ، خو د بندیانو د خوشې کیدلو اقدام یې د سولې په برخه کې د باور د فضا د رامنځ ته کیدلو لپاره مهم وګڼه.

ښاغلي غني وویل " اول وار دی، چې طالبانو منلې چې د دوی بندیان خوشې شوي. شاید یوه اندازه خطر وي، اما زه یقین لرم، چې اکثریت به د دوی د سولې سفیران شي، نه د جنګ د دوام او دا ضروري ده، چې مونږ د اعتماد فضا رامنځ ته کړو".

جمهور رئیس غني وویل، چې دا بندیان یې د سولې مشورتي لویې جرګې او د افغانستان د د یني عالمانو د سرتاسري شورا د غوښتنو پر اساس خوشې کړي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوچني اختر په لومړۍ ورځ ولس ته په وینا کې د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۸۸۷ بندیانو د خوشې کیدلو اعلان کړی وو.

افغان حکومت وايي، چې د تیرې چهارشنبې ( غبرګولي ۲۲مه) پورې د افغان حکومت له زندانونو څخه ۴۹۰ طالب بندیان خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG