د لاس رسي وړ اتصالات

غني: فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي لامل کیږي


ولسمشر غني وویل، اداري فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو یو اساسي لامل دی.
ولسمشر غني وویل، اداري فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو یو اساسي لامل دی.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو یو اساسي لامل وباله او د ملي اردو پر مسلکیتوب یې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني، چې د دوشنبې په ورځ د ملي اردو قُربانیانو ته د درناوي په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د افغانستان په دفاع وزارت کې یې د اداري فساد د مخنیوي لپاره په تیرو دوو کلونو کې یو لړ اساسي بدلونونه راوستي دي.

ښاغلي غني وویل "د دفاع وزارت د تدارکاتو کمیسیون ته مې شخصاً خاصه توجه کړې، په دفاع وزارت کې په تیرو شپږو میاشتو کې اوه سوه کسان بدل شوي دي، چې له درې کلونو څخه زیاته موده په دې څوکیو کې په وظایفو بوخت وو او نور کار ته هم ضرورت دی، ځکه فساد د دې لامل کیږي، چې تلفات زیات شي او هغه فساد چې د تلفاتو د زیاتیدلو لامل کیږي، زما د منلو وړ نه ده د اردو د سربازانو د منلو وړ نه ده."

ولسمشر غني وویل، د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې هم د امنیتي بنسټونو مسؤلینو ته یې لارښونه کړې، تر څو ټول سرتیري په معیاري توګه تجهیز کړي او د هغوی د تلفاتو مخنیوی وکړي.

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ، د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسؤلین باید ټول هغه اقدامات په پام کې ونیسي، چې د تلفاتو په مخنیوي کې مرسته کوي.

ښاغلی غني په داسې حال کې د افغان ځواکونو د تلفاتو پر مخنیوي ټینګار کوي، چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار په خپل رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۱۶ کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کچه په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده.

د دغه رپوټ له مخې د ۲۰۱۶ کال په اتو میاشتو کې ۵۵۲۳ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په وسله والو نښتو او چاودونو کې وژل شوي او ۹۶۶۵ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر غني دغه راز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مسلکیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل "واړه سیاستونه، تبعیضونه او اختلافونه زموږ په 'اتل اردو' کې ځای نه لري، مسلکي اردو غواړو، ملي اردو غواړو."

ښاغلي غني د خپلو خبرو په دوام کې وویل "له هغې ورځې چې دا 'مقدس یونیفارم' مو په تن کړی، که نورستاني یې، که پامیري یې، که پښتون یې، که تاجیک یې، که هزاره یې او که ازبک یې، یواځې او یواځې افغان یې او مسلمان یې، په دې برخه کې د لا مثبت بدلون پلان مو چمتو کړی او عملي به یې کړو."

د افغانستان ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قُربانیانو له کورنیو سره مرسته د خپل کار لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې ناغیړي ورته د منلو نه ده.

ولسمشر غني په دغو مراسمو کې د څوارلسو آپارتمانونو کلي‌ګانې د افغان ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته وسپارلې او ویې ویل، چې دا لړۍ به دوام وکړي.

ښاغلي غني دغه راز وویل د ټپي شویو افغان سرتیرو د درملنې لپاره لازم اقدامات ترسره شوي او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښونه کړې چې د هغوی د درملنې لپاره له ښو او د لوړ کیفیت درملو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG