د لاس رسي وړ اتصالات

غني: په تقنیني فرمان جوړې شوې ادارې دې پارلمان ته وروپېژندل شي


ولسي جرګې غږښتي چې د دولت اساسي تشکیلات د تائید لپاره دغې جرګې ته معرفي شي
ولسي جرګې غږښتي چې د دولت اساسي تشکیلات د تائید لپاره دغې جرګې ته معرفي شي

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي چې د تقنیني فرمانونو په اساس د جوړو شویو حکومتي ادارو په اړه د پارلمان انتقادونه پر ځای دي.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ جنوري۶ (مرغومي ۱۷) د کابینې غونډې ته وینا کوله وویل هغه ادارې چې د تقنیني فرمانونو په اساس جوړې شوې باید د پارلمان تائیدۍ ته واستول شي.

هغه وویل چې په دې برخه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مسول دی او زیاته یې کړه: "هره اداره باید په څرګند ډول تاسې سره ګډ کار وکړي ترڅو دا اقدامات ترسره شي او لانجه رامنځ ته نشي".

د سولې، شهیدانو او معلولینو، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونه، پلټونکې عالي اداره، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې اداره او د پلازمینې د زون د ملي پراختیا اداره هغه حکومتي بنسټونه دي چې د جمهور رئيس غني د تقنیني فرمانونو په اساس رامنځ ته شوي دي.

ښاغلي غني په داسې حال کې د تائیدۍ لپاره پارلمان ته د دغو ادارو د ورپېژندلو تصمیم نیولی چې د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون د روان کال د تلې په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي و چې د دولت اساسي تشکیلات بیا کتنې ته اړتیا لري.

ولسي جرګې له جمهوري ریاست څخه وغوښتل چې د دولت اساسي تشکیلات د تائید لپاره دغې جرګې ته وروپېژني.

د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي چې حکومت تل د ملي شورا په صلاحیتونو کې مداخله کړې او یو شمیر ادارې یې د ولسي جرګې له تائید پرته جوړې کړي، مدغم کړي او یا له منځه یې وړي.

د افغانستان ولسي جرګې تېره اونۍ د ۱۴۰۰ کال بودجه په غوڅ اکثریت سره رد کړه.

دغې جرګې په یو شمېر حکومتي ادارو کې د وکیلانو له خوا د رد شویو نوماندوزیرانو پاتې کېدل د بودجې د رد عمده لامل یاد کړی دی.

ولسي جرګې ویلي تر هغې چې جمهوري ریاست د حکومت د اساسي تشکیلاتو طرحه ملي شورا ته وړاندې نه کړي د دغو ادارو لپاره به د بودجې له تصویبولو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG