د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې خبرو پر مخ وړلو باندې د غني ټینګار

غني: حکومت سولې ته د رسېدو په برخه کې هڅې کوي
غني: حکومت سولې ته د رسېدو په برخه کې هڅې کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، وايي، خلک د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي او حکومت هم په هېواد کې سولې ته د رسېدو په برخه کې هڅې کوي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ د اکتوبر پر ۱۸مه «تلې ۲۶مه» په کابل کې د کندهار د پخواني وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د مړینې په مناسبت لومړي تلین کې وویل، چې افغانانو تر بل هر وخت د جګړې پای ته رسول او هېواد ته سولې راتلل حس کړي دي.

هغه وویل:"د افغانستان حکومت به د ملي ارزښتونو په چوکاټ کې، د هېواد لوړو ملي ګټو ته په کتو په پوره عقلانیت او د خلکو او په ځانګړي ډول د سولې مشورتي لوېې جرګې له غوښتونو سره سم دغه ملي بهیر مخته یوسي."

د افغانستان جمهوري ریاست د ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کېدو یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ، چې حکومت د سولې د خبرو په اړه خپلې ټولې هڅې درولې دي او زیاته کړې وه، چې دغه بهیر به د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته بېرته پیل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه مراسمو کې د وینا پرمهال یو ځل بیا په ټینګار سره وویل، چې" جمهوري نظام، د ولسوالۍ ساتونکی دی."

هغه وویل:"د افغانستان خلک د طالبانو له مخامخ ګواښونو او د یوې نامطمینې سیاسي فضا سره سره د ميزان د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ او د جمهوري نظام د پایښت او په هېواد کې یوې معناداره سولې ته د رسېدو په برخه کې خپل قوت وښوی".

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره دا مهال د سولې هر ډول خبرې په ټپه درېدلي دي.

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۷مه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

په امریکا د افغانستان سفیرې هم له امریکا غږ سره په یوې تازه مرکې کې ویلي، که طالبان سوله غواړي، باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG