د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني کندهار ته تللی


جمهوررئیس غني ته کندهار ته په رسیدلو د دغه ولایت د چارواکو هرکلی ووایه.
جمهوررئیس غني ته کندهار ته په رسیدلو د دغه ولایت د چارواکو هرکلی ووایه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د سه شنبې په سهار له کابل څخه دافغان امنیتي ادارو د چارواکو په ملتیا د کندهار د عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته تللی دی.

د ارګ څخه د یو خپورشوي بیان له مخې جمهور رئیس غني کندهار ته د رسیدلو وروسته د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې د "شهیدانو څلي" ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او وروسته یې د دغې قول اردو د غونډو په تالار کې د کندهار مشرانو, متنفذينو او د بېلابېلو اقشارو استازوسره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

ټاکل شوې جهور رئیس غني به دې غونډې ته وینا هم وکړي.

په ۲۰۵ اتل قول اردو کې جوړې شوې غونډې ته د کندهار سربیره د نورو جنوبي ولایتونو مخور او قومي مشران هم بلل شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د افغانستان د امنیتي ادارو چارواکي هم ملګرتیا کوي.

جمهور رئیس غني، کندهار ته له سفر وړاندې هرات هم د شنبې په ورځ سفر کړی وو او هلته یې د ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG