د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د 'ایران د له منځه وړلو' په شمول، د جګړې لپاره درې انتخابونه شته

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران د جګړې لپاره درې انتخابونه شته: "د ایران له منځه وړل"، "په اقتصادي لحاظ یې خرابول" او یا هم "هوکړه".

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۰مه] د فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي:"زما پوښتنه دا ده چې ایا او کله به ټول هېواد ته چاودنه ورکړم؟ غوره به وي چې ښه چلند وکړي."

فاکس نیوز خبر ورکوي چې ولسمشر د "پرېکړې په حالت" کې دی او په نږدې راتلونکي کې به "لوی شیان" پېښ شي.

ټرمپ دا هم ویلي چې هغه د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدنې ته "چمتو" دی.

ټاکل شوې چې پزشکیان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې په نیویارک کې جوړېږي، برخه واخلي.

په همدې حال کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر محسن رضايي په یوې ټلویزیوني مرکې چې د شنبې په ورځ [سپټمبر ۱۹مه] خپره شوې ویلي چې د متحدو ایالتونو سره یې د جګړې د پای ته رسولو په موخه، د منځګړو په واسطه، واشنګټن ته خپل وړاندیزونه استولي او د ولسمشر ټرمپ ځواب ته په تمه دي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا په ټولو جبهو کې اوربند، د ایران د شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تهران لوی شرایط دي.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ماښام له کمپ ډیویډ څخه سپینې ماڼۍ ته راستون شو. دی په نیویارک کې د یوې لویې غونډې لپاره چمتووالی نیسي چېرته چې تمه کیږي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ د مشرانو د راغونډېدو پر مهال به د ایران شخړه د ویناوو یوه مهمه برخه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG