د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي هیچا تر دې دمه د ایران اسلامي جمهوریت ته د هوکړې لپاره دومره "ستر فرصت" ندی ورکړی لکه ده چې ورکړی خو زیاتوي چې هغوي ددې فرصت څخه په ګټې اخیستو کې ناکام شول.
ښاغلي ټرمپ چارشنبه اګست ۱۹ د واشنګټن پر وخت ناوخته د ټروت سوشل په شبکې کې د ایران پر ضد د " تر ټولو ځپونکو اقتصادي عملیاتو " پیل کیدو اعلان وکړ.
د متحده ایالاتو مشر وویل چې تر دې دمه دومره جدي اقتصادي عملیات د بل هیڅ هیواد پر ضد ندي شوي.
ټرمپ دا اقدامات په " بې ساري کچه اقتصادي جګړه او منزویتوب" وبلل.
جمهور رئیس ټرمپ یو ځل بیا وویل چې د ایران بحري او هوایي ځواکونه له منځه وړل شوي، نظامي فابریکې یې کنډواله شوي، پولي واحد یې بې ارزښته شوی او د هیواد وضعیت یې نازک دی.
ښاغلي ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړی چې د نړۍ هر هغه هیواد چې خپلو مالي ادارو، کاروبارونو، هوایي ډګرونو او یا حکومتي ادارو ته د ایران سره د مرستې کولو په خاطر اجازه ورکړي، پخپله همدا هیوادونه به د "ستر اقتصادي عواقبو" سره مخ شي.
جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې د تیلو قاچاق، د نغدو پیسو لیږد، د کورونو بدلول، د کښتیو نوم ثبتول او تش په نامه شرکتونه باید همدا اوس بند شي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس دغو هیوادونو او شرکتونو ته په اشارې سره یې ویلي چې " تاسو پوهیږئ چې څوک یاست".
ټرمپ د ایران پر ضد دا اقدامات د (ډي ډې) یا هغې ورځې سره تشبیح کړل چې متحدو ځواکونو د دویمې نړيوالې جګړې پر ضد تر ټولو ستر پراخ تعرضي عملیات پیل کړل.
جمهور رئیس همدارنګه د ټولو متحدینو څخه غوښتي چې د ایران ګواښ ته د ماتې ورکولو او منزوي کولو لپاره د متحده ایالاتو سره ودریږي. ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد دا "تاریخي اقدامات" به ایران وځپي او هغوي به ونشي کړی چې په نړۍ کې د ترهګرۍ کړنې وکړي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدارنګه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران به هیڅکله اتومي وسلې ونلري.
فورم \ دبحث خونه