د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له زیلینسکي غوښتي چې د روسیې د ډیزلو تاسیسات په نښه نکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي غوښتي چې د روسیې د ډیزلو او تېلو تاسیسات په نښه نه کړي.

ټرمپ وویل چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو په روسیه کې د سونګ توکو تولید کم کړی او د ډیزلو کمښت یې رامنځته کړی، چې د ده په وینا، پر نړیوال اقتصاد هم اغېز کوي.

اوکراین پدې تیرو څو میاشتو کې د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خانو او د انرژۍ په نورو تاسیساتو د اوږد واټن ډرونونو بریدونه زیات کړي دي. کیف وايي، د روسیې د تېلو تصفیه‌خانې ځکه مشروع پوځي هدفونه دي چې مسکو په دوامداره توګه د اوکراین د انرژۍ پر زیربناوو بریدونه کوي.

د امریکا د ډیزلو د بیې ملي اوسط د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په هر ګیلن کې له شپږو ډالرو واوښت.

بل لور ته، د رویټرز د راپور له مخې، روسیې د روان کال د تېلو د تولید اټکل ۱۷ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راکم کړی او د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره یې د سون‌توکو د صادراتو اټکل هم بدل کړی دی.

په همدې حال کې، د اوکراین او روسیې جګړه د اوکراین له پولې اوښتې. روسیې د یکشنبې په سهار د اوکراین او پولنډ پولې ته نږدې د یاهودین برید وکړ.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وویل چې د روسې برید د پولنډ پولې ته نږدې سیمه په نښه کړې او خبرداری یې ورکړ چې د روسیې بریدونو د ناټو او اروپايي ټولنې تر پولو رسېدلي دي. د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي هم دا برید د جګړې د لا زیاتېدو نښه بللې ده.

د اوکراین د اورګاډي ادارې وویل چې په یاهودین تمځي کې یوه لوکوموتیف (ټرین) هم زیانمن شوی دی. د ادارې په وینا، یو دیپلوماتیک اورګاډی چې د اروپايي امنیتي سلاکاران او د بریتانیا پخوانی صدراعظم بوریس جانسن پکې سپاره وو، له برید لږ مخکې له سیمې تېر شوی و. چارواکو دا احتمال هم نه دی رد کړی چې اورګاډی ښايي د برید هدف و.

له بلې خوا، اروپايي کمېسیون د سپټمبر پر ۱۱مه اوکراین ته د ۶.۱ میلیارد یورو د اضافي مرستې منظور کړې. دغه پیسې د اوکراین د هوايي دفاع، په ځانګړي ډول د پاتریوت توغندیو او نورو پوځي تجهیزاتو د پېرودلو لپاره کارول کېدای شي. دا مرستې د اوکراین لپاره د ۹۰ میلیارد یورو د اروپايي ملاتړ د پور یوه برخه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG