د لاس رسي وړ اتصالات

پنسلوانیا کې پر ولسمشر ټرمپ د ناکام برید یو ټپي شوی کس مړ شوی

د امریکا پنسلوانیا ایالت په بټلر ښار کې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنیزو غونډو کې پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې د حملې پر مهال له دوو سختو ټپي شویو کسانو څخه یو کس د ۷۶ کلنۍ په عمر مړ شوی دی.

د 'امریکا د ۲۵۰مې کلیزې' کاري ډلې د پنجشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۴مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې جیمز کوپنهاور د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۳مه] مړ شوی دی.

په لیکنې کې د کوپنهاور د مړینې اعلان د 'هیډلاین یو اېس اې' د یو خبر او د هغه د کورنۍ د یوې نږدې سرچینې په حواله، خپور شوی او زیاته شوې چې د کوپنهاور د مړینې د لامل په اړه نور جزئیات نشته.

په همدې حال کې د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو په ایکس پاڼې کې یو بیان خپور شوی او د کوپنهاور په مړینې "ژور خپګان" ښودل شوی. په اعلامیه کې راغلي: "جیمز په ځواکمنۍ او قوت نه تصور کېدونکې سختۍ وزغملې."

کوپنهاور د ۲۰۲۳ کال د جولاي میاشتې د برید په ترڅ کې دوه ځلې په مرمیو لګېدلی و. یوه مرمۍ یې په کیڼ لاس او بله یې په نس لګېدلې وه. له ډزو وروسته یې څو ځلې جراحي عملیات وشول خو تر مړینې پورې یې په بدن کې د مرمۍ ټوټې پاتې وې.

د برید په ورځ یوه کس چې توماس متیو کروکس نومېده، غونډې ته څېرمه، د یوې ودانۍ له بام څخه پر ټرمپ چې هغه مهال د جمهوري ریاست ټاکنو ته درېدلی و، ډزې وکړې. ټرمپ په غوږ کې ټپي شو. یو ۵۱کلن اوروژنکی کوري کامپراتوره د خپلې کورنۍ د ژغورولو پر مهال ووژل شو او کوپنهاور او ډیویډ ډاچ سخت ټپیان شول.کروکس هم د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

کوپنهاور چې د ډزو پر مهال ۷۴ کلن و، له څو اونیو درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شو خو ټپونه یې کاملاً ختم شوي نه و.

د "امریکا د ۲۵۰ کلیزې" د کاري ډلې د لیکنې له مخې د کوپنهاور کولمو ته زیات زیان رسېدلی و او د ملا تیر ته نږدې د مرمۍ د ټوټو شتون ورته عصبي او حرکي ستونزې رامنځته کړې وې.

کوپنهاور او ډاچ له برید وروسته د امنیتي نیمګړتیاوو په اړه د ځواب ویلو غوښتنه وکړه او په یوې مرکې کې یې وویل چې که د غونډې سیمه په سمه توګه امن وای، د برید مخه به نیول شوی وای.

د خپرو شویو خبرونو له مخې، د کوپنهاور کورنۍ تر اوسه د هغه د مړینې په اړه کوم عام بیان نه دی خپور کړی. نورو رسنیو هم د هغه د مړینې خبر خپور کړی، خو د لامل په اړه یې څه ندي لیکلي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG