د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په افغانستان کې د جنګ پرته د نورو لارو چارو په لټه کې دی


د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت شپږ میاشتې تیرې شوې، خو لا هم د افغانستان د پاره یې تګلاره معلومه نده.
د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت شپږ میاشتې تیرې شوې، خو لا هم د افغانستان د پاره یې تګلاره معلومه نده.

د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت شپږ میاشتې تیرې شوې، خو لا هم د افغانستان د پاره یې تګلاره نده معلومه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نه غواړي چې په افغانستان کې پخوانی وضعیت دوام وکړي او د افغانستان لپاره د تګلارې د ټاکلو لپاره د خپلو سلاکارانو نه جدي پوښتنې کوي.

ریکس ټیلرسن د جنوب ختیځې آسیا د اتحادیې د هیوادونو په غونډې کې چې د فلپین په پایتخت مانیلا کې روانه ده، په افغانستان کې د جګړې په باره کې زیات څه ونه ویل خو دومره یې وویل چې "په څه ډول چې جګړه په افغانستان کې کیدله، ښاغلی ټرمپ ترې ندی خوښ. "

د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت شپږ میاشتې تیرې شوې، خو لا هم د افغانستان د پاره یې تګلاره معلومه نده.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې " جمهور رئیس خورا ځانګړې پوښتنې کوي او زه فکوم دا ښې پوښتنې دي چې هغه یې باید وکړي. ښایي دا هغه پوښتنې وي چې پخوا هیچا نه غوښتل مطرح یې کړي."

ښاغلي ټیلرسن وړاندې وویل چې د جګړې نه پرته نورې لارې چارې هم شته دي او زیاته یې کړه چې دا ماضې یوه پلمه ده چې وویل شي " جګړه پدې خاطر کوو چې بله لار نشته"

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لارښوونه کړې چې په افغانستان کې د جګړې پرته دې نورې لارې چارې ولټول شي.

ریکس ټیلرسن همدارنګه وویل چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د جګړې په باره کې د بحث د پاره څلور ځله غونډې کړیدي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم دوه ورځې وړاندې د ان بي سي تلویزیون سره په مرکې کې ویلي و چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه مهمې پریکړې کړیدي چې د سیمې په اړه د امریکا په تګلارې کې نغښتل شویدي.

XS
SM
MD
LG