د لاس رسي وړ اتصالات

مارکو روبیو رسمآ د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار شو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، مارکو روبیو په رسمي توګه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی.

مارکو روبیو د امریکا په تاریخ کې دویم کس دی چې په یوه وخت کې د بهرنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د سلاکار دندې ترسره کوي.

روبیو د ۲۰۲۵ کال د مې له لومړۍ نېټې راهیسې د دغه مقام سرپرستي کوله.

تر ده مخکې، هنري کیسینجر په ۱۹۷۰مې لسیزې کې، د ریچارډ نیکسن او جرالد فورډ د ولسمشرۍ پر مهال، دواړه دندې په یو وخت ترسره کړې وې.

روبیو د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ملي امنیت شورا د کارکوونکو څارنه کوي، د بهرني سیاست، استخباراتي او دفاعي مسایلو په اړه ولسمشر ټرمپ ته مشورې ورکوي او د حکومت د ملي امنیت د تګلارو د همغږۍ مسوولیت لري.

هغه د ۲۰۲۵ کال په مې کې، د مایکل والتز له ګوښه کېدو وروسته، په موقت ډول د ملي امنیت د سلاکار دنده پر غاړه اخیستې وه.

د دغو دواړو دندو یوځای ترسره کول روبیو د ټرمپ د کابینې له تر ټولو بانفوذه غړو څخه ګرځولی دی.

د ان‌بي‌سي د راپور له مخې، روبیو د سپینې ماڼۍ په لوېدیځه برخه کې دفتر لري او د کابینې له ډېرو نورو غړو څخه له ولسمشر سره ډېرې لیدنې کوي.

ولسمشر ټرمپ څو ځله د روبیو د کار ستاینه کړې ده. هغه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۱مه، د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصاد په غونډه کې وویل: «د لومړي ځل لپاره زه ډیپلومات شوم. پوهېږئ چا دا را زده کړل؟ مارکو روبیو. هغه راته وویل، راځه چې ډیپلوماسي در وښیم.»

د امریکا ولسمشر تر دې مخکې په کانګرس کې په خپله وینا کې هم روبیو «حیرانوونکی» استعداد او وړ شخص بللی و او ویلي یې وو چې «هر څوک ورته درناوی لري».

روبیو د امریکا د سنا له خوا له تایید وروسته د بهرنیو چارو وزارت بیا تنظیم پیل کړ او د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې، یا «یو اېس اې ای ډي» د منحلیدلو بهیر یې هم پر مخ یووړ.

د ایران په قضیه کې، روبیو د مذاکراتو اصلي مخ نه و، خو د شاته پردې مهم رول یې درلود. ان‌بي‌سي د یوه امریکايي حکومتي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې په پاکستان کې د مذاکراتو پر مهال، کله چې امریکايي مذاکره کوونکي د مقابل لوري د شرایطو له بدلېدو اندېښمن شول، له روبیو سره یې اړیکه ونیوله. روبیو تایید کړه چې د ایران وړاندیز د منلو وړ نه دی.

روبیو د ۲۰۲۶ کال د جون په دویمه د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د امریکا سرې کرښې تشریح کړې او ویې ویل چې ایران باید «په څرګنده توګه اعلان کړي چې تنګی پرانیستي دی، د تېرېدو لپاره به پیسې نه اخلو، له موږ سره به د هغو ماینونو په پاکولو کې مرسته کوي چې دوی اېښي دي، او پر بېړیو به ډزې نه کوي.»

د هغه په وینا، یوازې وروسته له هغه چې د هرمز تنګي د خوندي پرانیستلو په اړه هوکړه وشي، مذاکرات به د غني شویو یورانیمو په اړه د خبرو دویم پړاو ته داخل شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG