د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: افغانستان کې پاتې امریکايي سرتیري دې د کال ترپایه هیواد ته ستانه شي


جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال په راروانو ټاکنو کې جو بايډن سره په سیالۍ بوخت دی
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال په راروانو ټاکنو کې جو بايډن سره په سیالۍ بوخت دی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په افغانستان کې میشت پاتې امریکايي سرتیري دې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه خپل هیواد ته ستانه شي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د خپل ټویټر په پاڼه د چهارشنبې په ماښام اکتوبر اومه ( تلې ۱۶) د امریکا د جمهوري ریاست ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې د جمهوري ریاست د مرستیالې څوکۍ ته د ولاړو دوو نوماندو ترمنځ د مناظرې څخه یو نیم ساعت وروسته کړي دي.

جمهور رئیس ټرمپ لیکلي: "زمونږ په کم شمیر زړور سړي او ښځې، چې په افغانستان کې په ماموریت بوخت دي تر کرسمس پورې کورونو ته ستانه شي".

د جمهور رئیس ټرمپ د دغو څرګندونو لږ وړاندې د هغه د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر دوه نیم زرو ته ټیټ شي.

ښاغلي اوبراین د چهارشنبې په ورځ وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې له پنځه زرو څخه په کم شمیر امریکايي سرتیري دیره دي.

هغه وویل، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې، چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ واک ترلاسه کړ په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر له لسو زو څخه زیات وو.

د افغانستان او عراق په څیر په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو ژمنه یوه له هغو ژمنو څخه ده، چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له امریکایانو سره کړې وه.

ښاغلی ټرمپ اوس بیا د جمهوري ریاست ټاکنو ته ولاړ دی او د خپلې ژمنې د عملي کولو هڅه کوي.

جمهور رئیس ټرمپ په داسې حال کې له افغانستان څخه د پاتې امریکايي سرتیرو په ایستلو باندې ټینګار کړی، چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید ټول بهرني سرتیري د راتلوونکي۲۰۲۱ میلادي کال د مې د میاشتې پورې له دغه هیواد څخه ووځي.

افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو په بشپړ ډول د وتلو لپاره شرط د طالبانو له خوا د سولې هوکړې عملي کیدلو پورې تړلی دی.

د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دیموکرات ګوند سیال جو بایډن ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو مخالف نه دی، خو د ښاغلي بایډن د وینا له مخې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو وړاندیز باید په دې ډول اوسي، چې په دغه هیواد کې د تروریزم ستونزې ته د حل لار وموندل شی او دغه هیواد یو ځل بیا د سخت دریځو په ځاله بدل نشي.

XS
SM
MD
LG