د لاس رسي وړ اتصالات

ټاډ بلانچ د متحدو ایالتونو د لوی څارنوال په توګه ونومول شو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ټاډ بلانچ په رسمي ډول د امریکا د لوی څارنوال د دندې لپاره نومولی دی.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بلانچ نوماندي په رسمي ډول د تایید لپاره د امریکا سنا ته استول شوې ده.

بلانچ د روان کال د اپرېل میاشتې راهیسې، وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ پام بانډي له دندې ګوښه کړه، د سرپرست لوی څارنوال په توګه دنده کوله.

هغه تر دې وړاندې د امریکا د لویې څارنوالۍ د مرستیال په توګه هم دنده کړې، چې د عدلیې وزارت دویم جګپوړی مقام دی او د دغه وزارت د جنايي قضیو او د ملي امنیت اړوندو مسایلو څارنه یې کوله.

اوس د بلانچ نوماندي باید د امریکا د سنا تاییدي ترلاسه کړي. د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکي ۵۳ او دیموکراتان ۴۷ څوکۍ لري.

ټاډ بلانچ، چې ۵۱ کلن دی، د عدلیې وزارت سره له دندې مخکې د ولسمشر ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ دورې له پای وروسته د هغه مدافع وکیل و.

د سنا د قضايي کمېټې جمهوري غوښتونکي مشر، چک ګراسلي، د بلانچ د رسمي نوماندۍ له اعلان وروسته، د هغه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې بلانچ ، "شفافیت او د قانون د پلي کېدو ملاتړ ته خپله ژمنتیا ښودلې ده."

ګراسلي وویل، "هغه د دې دندې لپاره لازم وړتیاوې لري او په ټول هېواد کې یې د نظم او قانون د حاکمیت لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړې ده."

بلانچ سیاست ته له داخلېدو مخکې، د نیویارک ښار د فدرالي څارنوال په توګه کار کړی او د فدرالي جرمونو د تعقیب په برخه کې یې فعالیت درلود.

د لوی څارنوال د څوکۍ لپاره د بلانچ نوماندي داسې مهال مطرح کېږي چې د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو لوړو حکومتي چارواکو کې پراخ بدلونونه راوستي دي.

ډونالډ ټرمپ د مارچ میاشتې په پیل کې، د کورني امنیت وزارت کې هم ورته بدلونونه راوستل. هغه مهال، کریسټي نوم د کورني امنیت د وزارت له دندې د "د امریکا قارې د سپر" په نوم د نوي امنیتي ائتلاف د ځانګړې استازې په توګه وګومارل شوه، چې د نشه‌يي توکو د قاچاقبرو پر ضد د مبارزې لپاره جوړ شوی دی.

له دې بدلون وروسته، د اوکلاهوما ایالت پخوانی سناتور، مارک‌وین مولین، د کورني امنیت د نوي وزیر په توګه وټاکل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG