د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي له فیفا یې وغوښتل چې د بالوګن سور کارت بیا وڅېړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جولای ۶) وویل چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له مشر جیاني انفانتینو سره یې خبرې کړې او له فیفا څخه یې غوښتي چې د امریکا د فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړي فلورېن بالوګن ته د ورکړل شوي سور کارت پریکړې ته «بیاکتنه» وکړي.

بالوګن ته د تېرې چهارشنبې په ورځ د بوسنیا او هرزیګوینا پر وړاندې د ۳۲ غوره لوبډلو د پړاو په یوه لوبه کې سور کارت ورکړل شوی و، چې له امله به یې هغه د بلجیم پر وړاندې له لوبې څخه محروم شوی وای.

خو د فیفا انضباطي کمېټې د یکشنبې په ورځ دا بندیز د یو کلنې ازمایښتي مودې لپاره وځنډاوه، او په دې سره یې بالوګن ته اجازه ورکړه چې د دوشنبې په ورځ په سیاټل کې د بلجیم پر وړاندې په لوبه کې برخه واخلي.

د فیفا د مقرراتو ۲۷مه ماده انضباطي کمېټې ته دا واک ورکوي چې انضباطي سزا په بشپړ یا جزوي ډول وځنډوي. که لوبغاړی د ازمایښتي مودې په ترڅ کې بیا سرغړونه وکړي، نو دا ځنډول شوې سزا بېرته نافذېږي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «دا هېڅ خطا نه وه. ان سرغړونه هم نه وه. یوازې دوه لوبغاړو په ډېر چټک سرعت منډه وهله او په تصادفي ډول سره وجنګېدل.»

ټرمپ زیاته کړه: «بیا مې واورېدل چې دا دا مانا لري چې هغه [بالوګن] په راتلونکې لوبه کې نشي لوبېدلای... دا ډېره بې‌انصافي ده. نو هو، ما له فیفا وغوښتل چې دا پرېکړه بیا وڅېړي. ما پخپله هغوی دې کار ته وهڅول.»

ټرمپ وویل چې د هغه په باور، هره لوبډله باید وکولای شي خپل غوره لوبغاړي میدان ته راوباسي.

هغه زیاته کړه: «هغوی ته باید اجازه ورکړل شي چې خپل غوره لوبغاړي ولوبوي، او د نن شپې لوبه به ډېره په زړه پورې وي، موږ به بشپړه لوبډله ولرو او بلجیم به هم خپله بشپړه لوبډله ولري.»

ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې دا کار به د دې لامل شي چې ځواکمن چارواکي په راتلونکي کې د ورزشي چارو په پرېکړو کې لاسوهنه وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل: «زه په دې پرېکړه کې هېڅ لاس نلرم. ما یوازې وویل چې زما په اند دا موضوع باید بیا وڅېړل شي، ځکه ما لوبه ولیده او هغه هېڅ غلط کار نه و کړی.»

د بلجیم شاهي فوټبال ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل چې تر اوسه یې د بالوګن د بندیز د لغوه کېدو په اړه له فیفا څخه هېڅ وضاحت نه دی ترلاسه کړی.

دې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي: «له همدې امله موږ بله لار نه لرو، پرته له دې چې په راتلونکې لوبه کې د نوموړي لوبغاړي د ګډون قانوني وړتیا وننګوو.»

د اروپا د فوټبال اتحادیې هم د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د فیفا له خوا پر بالوګن د بندیز لغوه کول «له سرې کرښې اوښتل» دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG