د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د زیانمنو شویو کښتیو هر ډول تاوان به د ایران له پېسو ورکړل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې تر یوې "بلې خبرتیا" پورې به د زیانمنو شویو کښتیو تاوان، د ایران د هغو پېسو نه ورکوي چې د متحدو ایالتونو په "اختیار" کې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې تر یوې "بلې خبرتیا" پورې به د زیانمنو شویو کښتیو تاوان، د ایران د هغو پېسو نه ورکوي چې د متحدو ایالتونو په "اختیار" کې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [جولای ۲۳مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي: "تر بلې خبرتیا پورې، له دې وروسته به کښتیو، کارګو او نورو اړوندو شیانو ته رسېدلی تاوان، د ایران په هغو پېسو به ورکړل شي چې متحده ایالتونه يې په خپل اختیار او کنټرول کې لري."

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې ښايي رسېدلي زیانونه زیات وي خو بیا هم ددغو زیانونو د جبران لپاره د ایران د پېسو کارول، "عادلانه او منصفانه" دي.

د رسنیو په حواله، د متحدو ایالتونو د بندیزونو له امله په ټولې نړۍ کې د ایران څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالر کنګل شوي چې څه ناڅه دوه میلیارد يي په مستقیه توګه د واشنګټن په اختیار کې دي.
په کښتیو د حوثي یاغیانو بریدونه

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که په یمن کې حوثي یاغيان بیا په سوداګریزې کښتۍ برید وکړي، نو متحده ایالتونه به سخت پوځي اقدام وکړي.

ولسمشر ټرمپ د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "یو کال مخکې، متحده ایالتونو د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د حوثیانو د بریدونو او د نړیوال تجارت د ګډوډولو په ځواب کې د دې ډلې پر وړاندې ځواکمن بریدونه پیل کړل. له هغه راهیسې او له ایران سره د جګړې پرمهال، حوثیانو ډېر مسؤلانه چلند کړی دی. له بده مرغه دوی اوس خپل بریدونه بیا پیل کړي او تېره شپه یې پر دوو سعودي کښتیو ډزې کړې دي."

ټرمپ ټینګار کړی چې "که دا ډول بریدونه تکرار شي، متحده ایالتونه به ایران مسؤل وګڼي، ځکه چې حوثي یاغيان د ایراني رژیم نیابتي ډله ده."

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG