د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په غزې کې د حماس او نورو وسله والو ډلې بې وسلې کولو لپاره 'تاریخي هوکړه' وشوه

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پنجشنبه جولای ۳۰ وویل چې د "سولې پلاوي" په غزې کې د حماس او نورو وسله والو ډلو په بشپړه توګه د بې وسلې کولو لپاره "تاریخې هوکړې" ته ورسیدل.

ښاغلي ټرمپ د ټروت سوشل په شبکې کې لیکلي چې دا تړون د تل پاتې امنیت او سولې لپاره یو مهم اقدام دی او زیاته یې کړه چې دا اقدام د غزې اداره کولو لپاره د فلسطین نوي حکومت ته شرایط برابروي. جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه وویل چې د فلسطین نوی حکومت به د سولې د پلاوي سره همکاري کوي.

د متحده ایالاتو مشر دا هم ویلي چې د فلسطین نوی حکومت به د فلسطین د ولس سره د مرستې کولو په خاطر د سولې پلاوي سره له نږدې کار کوي.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه ویلي چې د دې هوکړې له کبله اسرائیل به هم هغه امنیت تر لاسه کړي چې وړ یې دي ځکه چې د هغه په وینا تر دې وروسته به غزه د ترهګریزو بریدنو کولو لپاره د یوې اډې په توګه ونه کارول شي.

په اعلامیې کې راغلي چې دا هوکړه د ټرمپ ۲۰ ماده ایز پلان د تطبیق لپاره تاریخي شیبه ده او دا چې دا تړون به په څو پړاونو کې په اختیاط سره عملي شي.

هغه ویلي چې په غزې کې د حماس او نورو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو بهیر بشپړیدو وروسته به، اسرائیلي ځواکونه له هغه ځایه ووځي او د غزې امنیت ساتلو لپاره به د "ثبات نړیوال ځواک" د فلسطین د نویو پولیسو سره په ګډه کار کوي او دا مسؤلیت به ولري چې غزه د خپلو اوسیدونکو او ګاونډیو لپاره خوندي وي.

په اعلامیې کې دا هم راغلي چې یو کال وړاندې په غزې کې جګړه ، بشري ناورین او په "ظالمانه شرایطو" کې د یرغملو ساتل روان و. ټرمپ ویلي "مونږ تاریخي پرمختګ کړی خو لا هم ډیر کار پاتې چې باید وشي".

جمهور رئیس ټرمپ پدې تړون کې د منځګړو په توګه د مصر، قطر او ترکیې څخه مننه کړې او د هغوي هلې ځلې یې مهمې بللې دي. ټرمپ همدارنګه پدې خبرو اترو کې د خپل "فوق العاده" ټیم څخه مننه کړې چې په وینا یې د دې تاریخي هوکړې ممکنه کیدو لپاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي.

د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي، "هغه ګواښ چې د اکټوبر په ۷ مې یې له غزې سر راپورته کړ، پرې به نښودل شي چې بیا ورغیږي".

ډونالډ ټرمپ ویلي چې ددې هوکړې له مخې به بالاخره غزه د فلسطینیانو د نوي حکومت په لاس کې وي چې د خپل ولس خدمت کوي.

د اعلامیې په پای کې د دې "حیرانوونکي پرمختګ" تر لاسه کولو لپاره ټولو خواوو ته مبارکې ویل شوي او پکې زیاته شوې چې هیچا باور نه کاوه چې داسې یو څه به وشي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG