ولسمشر ټرمپ وايي د ایران سره اوربند "ختم" دی. ټرمپ په انقره کې د ناټو د سرمنشي مارک روټه سره د لیدنې پر مهال وویل، "زما په اند، دا کار ختم دی. زه نور نه غواړم له هغوی [ایران] سره معامله وکړم. هغوی فضول خلک دي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د امریکايي مرکچیانو نه به وغواړي چې بېرته ده ته راوګرځي ځکه چې د ټرمپ په وینا ایران د "ناروغو خلکو" لخوا اداره کېږي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې د ایران سره د خبرو دوام "د وخت ضایع کول" دي.
تردې مخکې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي وو چې امریکایي پوځیانو پر ایران د بریدونو یوه لړۍ پیل کړې چې هدف یې د ایران له لوري پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو ځواب وو.
سنټکام په یوې اعلامیې کې چې د سه شنبې په ورځ [جولای اوومه] خپره شوې، لیکلي چې: "د متحدو ایالتونو بریدونه د هغو ایراني بریدونو په ځواب کې دي چې پر دریو سوداګریزو کښتیو شوي وو کومې چې د هرمز تنګي نه تېرېدلې."
د سنټکام په اعلامیې کې راغلي چې د ایران څرګند تېری یو بې ځایه او خطرناک عمل و چې د اوربند څخه ښکاره سرغړاونه ګڼل کیږي.
د امریکا او ایران تر منځ په تفاهم لیک کې چې د جون میاشتې په ۱۸ مې لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي په خوندي توګه د تیریدو راتیریدو اجازه ورکړل شي.
په همدې حال کې د اکسیوس خبري شبکې خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره د هوکړې د یوې برخې په توګه هغه لنډمهاله معافیتونه بېرته لغوه شول چې تهران ته یې د تیلو د پلورولو اجازه ورکړې وه.
هرمز تنګي کې روان حالت او د ایران پر پوځي اهدافو د امریکا د نویو بریدونو وروسته، په سیمه کې وضعیت یو ځل بیا کړکېچن شوی دی.
ایراني رسنیو په بوشهر او شاوخوا سیمو، او د خارک په جزیره کې د امریکا د بریدونو راپور ورکړ او ویلي چې پوځي اډې یې هدف وې.
د امریکا له خوا پر ایران له بریدونو مخکې، داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ایران د هرمز په تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ په لږ تر لږه دوه توغندیو ویشتلې وې په داسې حال کې چې ایران تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
قطر، اردن، او مصر په جلا جلا پیغامونو کې د ایران تازه بریدونه غندلي دي او دا يي د نړیوال قانون نه ښکاره سرغړونه بللې ده.
د ایران سپاه پاسداران د چهارشنبې په سهار وویل چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په بحرین او کویټ کې د امریکا اړوند ۸۵ پوځي هدفونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.
د امریکا له بریدونو مخکې، داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ایران لږ تر لږه دوه توغندي پر هغو دوو سوداګریزو بیړیو وار کړي چې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو په حال کې وې، خو ایران تر اوسه د دغې پېښې مسئولیت نه دی منلی.
متحدو ایالتونو د دغو بریدونو وروسته اعلان وکړ چې د ایران د نفتو د صادراتو دوه میاشتنی معافیت یې هم لغوه کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، پر بحرین او کویټ د ایران بریدونه وغندل او ویې ویل چې دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
اردن هم پر کویټ باندې د ایران بریدونه وغندل او دا یې د کویټ په ملي حاکمیت تیری او له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه وبلله، چې د سیمې کړکېچ نور هم زیاتوي.
مصر هم د سیمې پر هېوادونو د ایران بریدونه غندلي دي او هغه یې د خلیج هیوادونو د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او هغه یې د تاوتریخوالي د نه منلو وړ زیاتوالی وباله، چې د مصر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سیمې ثبات ګواښي.
مصر، قطر، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان په ګډه د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره پراخې هڅې کړې دي او د دغو هیوادونو وروستۍ څلور اړخیزه غونډه هم د قاهرې په کوربه هتوب ترسره شوې وه.
د اروپايي ټولنې د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې د ایران، عراق او لبنان په فضايي حریم کې د الوتنو لپاره د خطر خبرداری غځولی دی.
فورم \ دبحث خونه