د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې دی په روانې اونۍ کې له ایراني لوري سره د زیاتو خبرواترو تمه لري.
د اکسیوس خبري شبکې له ولسمشر ټرمپ سره د یوې تازه مرکې جزئیات خپاره کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۷مه] دغې خبرې شبکې ته ویلي: "زه تمه لرم چې [په دې اونۍ کې] له ایران سره زیاتې خبرې وشي. هغوی غواړي یوه معامله وکړي خو دا هغه معامله نه ده چې زه یې غواړم."
تر دې مخکې ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د واشنګټن له خوا د تهران د شرایطو د منل کېدو په صورت کې د هرمز تنګی د یوې اونۍ په ترڅ کې به بیا پرانیستل کېده.
قطر او نور منځګړي هڅه کوي چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ خبرې اترې بیا پیل کړي خو دواړه لوري پر یو لړ مسایلو ژور اختلاف لري.
دوو سیمه ییزو سرچینو اکسیوس شبکې ته ویلي چې تمه لري تر دوشنبې ورځې پورې به د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو یو بل پړاو پیل شي.
په ټولو جبهو کې اوربند، د ایران د شتمنیو ازادول او د ایران د سمندري محاصرې پای ته رسول، د واشنګټن نه د تهران اصلي غوښتنې دي.
متحده ایالتونه بیا له ایران نه غواړي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن شرایط ومني.
فورم \ دبحث خونه