د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران په "رسمي توګه یو مات شوی هېواد دی".
ټرمپ د دوشنبې په ورځ [اګست ۳۱مه] په ټروت سوشیل ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې ایران سمندري او هوايي ځواکونه نلري؛ پېسې یې ختمې دي او خپلو سرتیرو او پولیسو ته د تنخواه ورکولو وس نه لري.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې د ایران رهبري په "بشپړه توګه ګډوډه" ده او د خپل "هېواد سم استازیتوب" نه شي کولی.
د متحدو ایالتونو د ولسمشر په پيغام کې راغلي چې د ایران رهبران باید "د بشریت پر وړاندې د جنګي جرمونو په تور محاکمه شي!"
د ایران پر پوځي اهدافو د امریکايي ځواکونو تر تازه بریدونو وروسته، د متحدو ایالتونو ولسمشر په ټروت سوشیل ټولنیزې پاڼې کې د مصنوعي ځیرکتیا یا ( اې آی) په وسیله جوړه شوې یوه ویډیو خپرې کړې وه او لیکلي وو چې د ایران د خارګ ټاپو به "ټوټې ټوتې" شي.
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې په هرمز تنګي کې یې د سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب لپاره د ایران پر وړاندې تازه پوځي اقدام کړی دی.
سنټکام په خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي: "په اصل کې ایران ګواښ رامنځته کړی و او د امریکا پوځ د ملکي بېړۍ چلوونکو، سوداګریزو بېړیو او د نړیوالې سوداګرۍ د ازاد جریان د ساتنې لپاره هغه له منځه یوړ".
په همدې حال کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ولري.
ټرمپ زیاته کړې: "ایران په ټولې نړۍ کې د ترهګرۍ لومړی درجه مخکښ دولتي ملاتړی دی. هغوي نشي کولای اټومي وسلې ولري."
امریکايي چارواکو ویلي چې ایران په خپلو ځوابي بریدونو کې په اردن او متحده عربي اماراتو کې د امریکا پر پوځي اډو بې پیلوټه الوتکې او بالستیک توغندي توغولي دي.
اردن او متحده عربي اماراتو ددغو بریدونو په غندلو سره ویلي چې دوي د ایران توغندي شنډ کړي دي.
دا د جولای میاشتې له وروستیو ورځو نه پس، د امریکا او ایران ترمنځ تازه نښتې دي چې په ترڅ کې یې دواړو لوریو پر یو بل ګوزارونه کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي چې تهران لا هم له واشنګټن سره د سیاسي جوړجاړي په لټه کې دی.
پزشکیان ویلي چې تهران "جګړه نه غواړي او که سیمه کې ناامني رامنځته شي ټوله سیمه پرې اخته کېږي او ستونزه پیدا کوي".
امریکايي پوځیانو تېره اونۍ خبر ورکړی و چې د هرمز په تنګي کې یې د ایران لخوا اېښودل شوي ټول ماینونه شنډ کړي دي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د ایران کومه کښتۍ د نویو ماینونو د ښخولو هڅه وکړي نو "سمدستي او په منظمه توګه به ویجاړه شي".
فورم \ دبحث خونه