د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې د ایران نویو مشرانو، د دې لپاره چې د امریکا او اسرائیلو د برید د پای ته رسولو په اړه نوې خبرې پیل شي، د امریکا لپاره د تیلو او ګازو په تړاو یوه ارزښتناکه «ډالۍ» وړاندې کړې ده.
د امریکا مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دوی د امریکایي لوړپوړو چارواکو سره د امریکا-اسرائیل د هغه عملیاتو د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي چې د دې هېواد د ترهګر رژیم پاتې شوني په نښه کوي.
ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل چې ایراني استازو د امریکا لوري ته یوه حیرانوونکې اشاره رسولې ده. هغه وویل: «هغوی موږ ته یوه ډالۍ راکړه، او دا ډالۍ نن راورسېده. دا ډېره ستره ډالۍ وه، چې ډېر زیات ارزښت لري.»
کله چې له ټرمپ څخه د دې ایراني ډالۍ د ماهیت په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دا د «تیلو او ګازو» او د انرژۍ د محصولاتو د بهیر سره تړاو لري چې د هرمز تنګي له لارې تېرېږي.
د اوبو دا تنګی چې د امریکا حکومت وایي د نړۍ د تیلو شاوخوا ۲۰ سلنه لېږد لپاره مهمه لاره ګڼل کیږي، پدې تیرو څو ورځو کې ددې لارې څخه ډېر لږ تګ راتګ شوی، ځکه چې پر کښتيو او ګاونډیو هېوادونو باندې د ایران بریدونه د دې سبب شوي چې د تیلو کښتۍ لدې لارې د تېرېدو څخه ډډه وکړي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا له لوري په دې خبرو کې د هغه مرستیال جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ځانګړی استازی سټیو ویتکاف، او د هغه سلاکار جیرډ کوشنر برخه اخلي.
ولسمشر په دوهمه ورځ هم د هغو ایراني استازو د نوم اخیستنې او پېژندنې څخه ډډه وکړه چې دی ورسره خبرې کوي خو ویې ویل چې د هغوی له لوري ورکړل شوې ډالۍ ورته دا وښوده چې «له سمو خلکو سره معامله کوي.»
ټرمپ همدارنګه د رژیم د پخوانیو مشرانو په پرتله چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکایي-اسرائیلي عملیاتو په پیل کې پر واک وو، یاد ایراني استازي ډیر متفاوت او بیل وبلل. له هماغه راهیسې د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنهيي په ګډون د ایران د رژیم لسګونه مشران له منځه وړل شوي دي.
ولسمشر د دې نویو ایراني استازو راڅرګندېدل (د رژیم بدلون) وباله او ویې ویل چې هغوی موافقه کړې چې ایران باید هېڅکله اتومي وسله ونه لري او نه هم د جوړولو وړتیا یې تر لاسه کړي. خو ایران تر اوسه دا ژمنه په عامه توګه نه ده کړې.
تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وړاندیز وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربهتوب ته چمتو دی څو د امریکا او اسرائیل د برید پای ته رسولو لپاره د یوه هوکړهلیک له لارې حل وموندل شي.
فورم \ دبحث خونه