د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل منظم و، خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل له ګډوډۍ سره مل وو او د ده په وینا، پوځي تجهیزات هم هلته پاتې شول.
ولسمشر ویلي چې د عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل د افغانستان له وتلو سره د پرتلې وړ نه دي.
هغه ویلي چې په افغانستان کې د وتلو پر مهال د امریکا ګڼ پوځي تجهیزات او وسایل پاتې شول او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د وتلو پر مهال ۱۳ امریکایي سرتیري هم ووژل شول.
"که تاسو په یاد ولرئ، موږ په افغانستان کې خپل ټول تجهیزات پرېښودل. هر څه هماغلته پاتې شول او موږ ووتلو. ما وویل، غواړم هره یو پیچ هم له ځان سره یوسئ. که پر ځمکه یو پیچ هم پروت وي، هغه هم راواخلئ. که یوه عادي خېمه هم لرو، هغه هم راواخلئ. موږ هر څه له ځان سره راواخیستل."
متحدو ایالتونو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور پای ته ورساوه. ټرمپ له هغه وخت راهیسې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او له هغې وروسته په رامنځته شوې ګډوډۍ نیوکې کړې دي.
ټرمپ له عراقه د امریکایي ځواکونو وتل بریالي او منظم بللي او ویلي یې دي چې په دې سره په عراق کې د امریکا د څه باندې دوو لسیزو پوځي حضور پای ته ورسېد.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې پر مهال پر عراق پوځي عملیات پیل کړل. په عراق کې د امریکا پوځي حضور د ولسمشرانو بارک اوباما او جوبایډن د ادارو پر مهال هم دوام وکړ او د ټرمپ د ادارې پر مهال په ۲۰۲۶ کال کې په رسمي توګه پای ته ورسېد.
فورم \ دبحث خونه