د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايې چې ایران خپل مشران له لاسه ورکړي او دی نه پوهېږي چې له چا سره خبرې وکړي.
ټرمپ د جمعې په شپه [اکټوبر ۲مه] په الاباما کې یوې غونډې ته وویل چې ایران لومړی د خپلو مشرانو یوه ډله له لاسه ورکړه، بیا یې یوه بله ډله او ورپسې یې د دریمې ډلې نیمایي برخه ختمه شوه.
ټرمپ د ایران سره د مذاکراتو په تړاو وویل: "هر چا ویل زه نه غواړم. زه نه غواړم او دا زموږ د ستونزې یوه برخه ده. زه نه پوهېږم چې له چا سره معامله وکړم. د خبرو اترو لپاره هېڅوک نشته."
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران جګړه به "په یو یا بل ډول" ختمه شي او د تېلو بیې به راولوېږي.
ده وویل: "دا [جګړه] به ښايي د منځمهالو ټاکنو نه وروسته پای ته ورسېږي او دا ژر ختمېږي."
تر دې مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي وو چې ایران له یوې مهمې شېبې سره مخ دی او باید د یوې هوکړې او یا د امریکا د احتمالي پوځي اقداماتو ترمنځ یو انتخاب کړي.
بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې تهران به د واشنګټن فشارونو ته تسلیم نه شي خو له مذاکراتو څخه هم نه په شا کېږي.
په همدې حال کې، ځینو رسنیو د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکا منځني ختیځ ته د یوې پوځي ډلې د استولو په حال کې ده چې شاوخوا ۹ زره سرتېري به پکې شامل وي.
فورم \ دبحث خونه