د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس ټرمپ: د ایران جګړه به د انتخاباتو څخه وروسته 'سمدستي' پای ته ورسیږي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې فکر کوي د ایران جګړه به د امریکا د کانګرس د منځنۍ دورې تر انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسیږي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونو چارشنبه سپټمبر نهمه، د ټکساز په ایالت کې د جمهوري غوښتونکو ګوند په ملي کنوانسیون کې د ګډون لپاره تر روانیدو وړاندې خبریالانو سره په خبرو کې وکړلې.

ښاغلي ټرمپ د ایران جګړې پای ته رسیدو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایرانیان نور د جګړې د دوام تاب نلري او زیاته یې کړه چې "هغوي (ایرانیان) ډیر کوښښ کوي چې مونږ کمزوري خلک هلته ( په کانګرس کې) ولرو او بیا هغوي (ایران) یوازې پریږدو او اجازه ورکړو چې اتومي وسلي ولري. ټول هغه څه چې هغوي یې غواړي اتومي وسلې دي او که هغوي اتومي وسلي ولري، د ټولې نړۍ لپاره به غټه ستونزه وي" .

د متحده ایالاتو د کانګرس د منځنې دورې انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي. جمهوري غوښتونکي چې اوس د استازو په مجلس او سنا کې اکثریت څوکۍ لري، کوښښ کوي د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست په پاتې دورې کې دا اکثریت وساتي.

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه وویل چې د ایران د جګړې پای ته رسیدو څخه وروسته به په متحده ایالاتو کې د تیلو نرخونه هم ټیټ شي او زیاته یې کړه چې لا هم دیپلوماتیکې خبرې اترې امکان لري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې دی ورته ترجیح نه ورکوي.

د متحده ایالاتو مشر وویل چې د ایران سره د خبرو اترو پیل کیدو توقع نلري او زیاتوي چې په لومړي سر کې یې خبرې اترې غوښتې خو زیاتوي چې اوس هر څه بدل شویدي.

جمهور رئیس ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران په "ګډوډ" وضعیت کې دی، انفلاسیون پکې ۳۰۰ په سلو کې دی، پولي واحد یې بې ارزښته شوی او خپلو سرتیرو ته تنخواګانې نشي ورکولی. ټرمپ وویل چې د هرمز تنګي کنټرول هم د متحده ایالاتو سره دی.

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه وویل چې امریکایي ځواکونو د ایران نهه کښتۍ ویشتي دي او ټینګار یې وکړ چې نور داسې ډیر بریدونه به هم وشي.

د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو څخه وړاندې د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی و چې امریکایي ځواکونو د سه‌ شنبې په ورځ (سپټمبر اتمه) پنځه نفت لیږدونکو ایراني بیړۍ ویجاړې کړې دي.

د سنټکام په وینا، دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د سپاه پاسداران ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله د امریکا د بحري قواوو یو کښتۍ په بالستیک توغندیو وویشتله.

سنټکام وايي چې د امریکا جنګي کښتۍ په بریاليتوب سره وکړای شول چې د ایران مزایل شنډ کړي او د سیمې په اوبو کې خپله ګزمه جاري وساتي.

د اعلامیې له مخې، په دغو بریدونو کې هیڅ امریکايي پرسونل ته زیان ندی رسیدلی.

د هغه څه په ځواب کې چې سنټکام "د ایران وروستي ناکام بریدونه" بللي، امریکایي ځواکونو د عمان په خلیج کې خارک ټاپو ته نږدې د 'کاویز'، 'چهارمینار'، 'هواراین ۱ '، او 'ریسکو' په نامه څلور نفت لیږدونکي ایراني بیړۍ په نښه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG