د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب فرمان لاسلیک کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه‌ شنبې په ورځ (جون ۲) د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې یو اجرائيوي فرمان لاسليک کړ چې له مخې يې ددې ټکنالوژۍ له شرکتونو غوښتنه کېږي چې د خپلو پياوړو نويو ماډلونو له خپرولو ۳۰ ورځې وړاندې حکومت ته لاسرسی ورکړي چې دغه ماډلونه د امنيتي کمزوريو له پلوه و ارزوي.

د دغه فرمان له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا د پياوړو نويو ماډلونو د داوطلبانه ارزونې موده له ۹۰ ورځو څخه ۳۰ ورځو ته راکمه شوې ده.

په فرمان کې د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ د خوندیتوب او لا پياوړتيا په موخه، د ملي امنيت او سايبري چارو له مسئولینو غوښتنه شوې چې د اړوندو ادارو او ددې ټکنالوژۍ له مخکښو شرکتونو سره په ګډه کار وکړي، ترڅو په سافټویرونو کې موندل شویو امنیتي کمزورتیاوو ته د حال لارې ومومي.

په دغه پروګرام کې د مصنوعي ځيرکتيا د ماډلونو د جوړوونکو ګډون داوطلبانه دی، خو تمه کیږي چې ددې ټکنالوژۍ ستر شرکتونه پکې برخه واخلي.

د ولسمشر په فرمان کې ويل شوي: «د مصنوعي ځيرکتيا پرمختللې وړتياوې زموږ هېواد پياوړی کوي، خو د ملي امنيت نوې اندېښنې هم رامنځته کوي چې د اجرائيه ادارو او دولتي بنسټونو ترمنځ همغږۍ ته اړتيا لري.»

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په سپینه ماڼۍ کې ددې فرمان د توشیح مراسم وروسته له هغه وځنډول شول چې ولسمشر ټرمپ وويل چې نه غواړي د مصنوعي ځيرکتيا اقتصادي ګټې محدودې کړي او یا د چين سره د ټکنالوژۍ په برخه کې په سيالۍ کې د امريکا په مخکې خنډ رامنځته شي.

دا فرمان وروسته له هغه صادر شو چې د انتراپیک په نوم د مصنوعي ځیرکتیا شرکت د «میتوس» په نوم یو ماډل جوړ کړ چې د کمپيوټري کوډونو د امنيتي کمزوريو په موندلو او شبکو ته په ننوتلو کې ډېر اغېزمن دی.

د انتراپیک شرکت پرېکړه وکړه چې دا ماډل بازار ته وړاندې نکړي او پر ځای يې د شریکانو يوه ډله راوبلله ترڅو دددې ماډل وړتياوې وازمويي او هغه سيستمونه اصلاح کړي چې ورته اړتيا لري.

دغه شرکت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۵۰ نورې ادارې یې هم په دغه ارزونه کې د ګډون لپاره بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG